ایران کې د ترکیې او روسیې سرمشریزه؛ ولسمشر پوتین تهران ته ورسید

Russian President Vladimir Putin and Iran's President Ebrahim Raisi hold a meeting in Tehran on July 19, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مټ مورفي
    • دنده, بي بي سي نیوز

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېره فبرورۍ کې پر اوکرایین د مسکو له برید وروسته، په دویم نړیوال سفر نن (سه شنبه) تهران ته رسېدلی دی.

تر پوتین مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تېره شپه تهران ته تللی و او د ایران له ولسمشر ابراهیمي رئیسي سره یې خبرې او د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی.

په پام کې ده چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم نن شپه تهران ته ورسېږي.

پوتین په تهران کې د ‏‎(استانې بهیر) په نامه اومه غونډه کې ګډون کوي چې د سوریې د کړکېچ د حل په موخه د ایران، ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ جوړه شوې ده.

ښاغلی پوتین به د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي او ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري. ښاغلی اردوغان تېره شپه تهران ته رسېدلی.

پوتین ایران ته خپل سفر وروسته تر هغه کړی چې درې ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن سعودي عربستان ته سفر کړی و او دا به تهران ته د پوتین پنځم سفر وي.

په پام کې ده چې تهران ته د پوتین په دې سفر کې به د غلو دانو پر صادراتو،‌ سوریې او اوکرایین خبرې وشي.

د روسیې ولسمشر د پخواني شوروي اتحاد اړوندو سیمو ته ډېر کم سفرونه کوي، نوموړي وړاندې تاجکستان او ترکمنستان ته هم سفرونه کړي وو، چې دا دواړه د پخواني شوروي اتحاد برخه وو خو اوس خپل نظام او ولسمشران لري، خو د روسیې ټلوال دي.

مشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پوتین او اردوغان به له ایراني چارواکو سره پر امنیت او اقتصاد خبرې کوي

‌تهران ته- چې د مسکو په ګوتو شمار کمو نړیوالو ټلوالو ګڼل کېږي - د پوتین د سې شنبې سفر به ایران ته له روسیې سره د اړیکو ټینګولو فرصت ورکړي.‌

پر مسکو او تهران دواړو نړیوال اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي.

تېره اونۍ امریکايي چارواکو داسې رپوټونه ورکړي وو چې ګنې تهران په اوکرایین کې د جګړې لپاره روسیې ته سلګونه بې پیلوټه الوتکې ورکوي.

"له خامنه يي سره اړیکه مهمه ده"

د پوتین یوه جګپوړي سلاکار یوري اوکاشوف د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: "له خامنه يي سره اړیکه ډېره مهمه ده. د دوی ترمنځ باورمنې خبرې د خپلمنځي اړیکو او نړیوالې اجنډا لپاره ډېرې مهمې دي."

ترکیې او روسیې د سوریې کورنۍ جګړه کې د ښکېلو غاړو ملاتړ کړی خو په وروستیو میاشتو کې هلته د تاوتریخوالي کمولو په لټه کې دي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې ترکیې د سوریې شمال کې د امریکا له ملاتړ برخمنو کوردي اورپکو پرضد د تازه جګړې ګواښ ‌کړی و، هغه ګام چې ایران او روسیې یې مخالفت کړی.

دا عملیات د ښاغلي اردوغان د هغه پلان یوه برخه ده چې د سوریې - ترکیې د پولې په اوږدو کې ۳۰ کیلومتره (۲۰ میله) خوندي سیمه رامنځ ته کړي.

د ولسمشر اردوغان د سفر پرمهال، دواړو هېوادونو د همکارۍ اته تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي. رپوټونه وايي، دغه سندونه یوازې تر اقتصادي او سیاسي مسایلو محدود نه دي، بلکې اوږدمهالي هوکړې دي. ‌

لیدنه

د عکس سرچینه، khamenie.ir

د ایراني رسنیو د رپوټونو په وینا، د ایران مذهبي مشر ایات الله خامنه ای د ترکیې ولسمشر ته ویلي " د سوریې ځکمنۍ خپلواکي ډېره مهمه ده او د سوریې پر شمال پوځي برید ترکیې، سوریې او ټولې سیمې ته زیان رسوي"

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا وملنه چې سوریې ته د هغه سرحد له لارې مرستو ته باید اجازه ورکړل شي‌، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یاغیان پرې واکمن دي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۴مه، پر اوکرایین د پوتین تر برید وروسته انقرې پر مسکو د بندیزونو له لګولو سره مخالفت ښودلی.

ښايي په دې ناسته کې د ترکیې ولسمشر ته دا زمینه برابره شي چې اوکرایین او روسیې د مشرانو ترمنځ د ۲۲ میلیون ټنه غلو دانو د صادرولو تضمین- چې شدیده اړتیا ورته شته- ترلاسه کړي.

تېره اونۍ د ترکیې دفاع وزیر وویل، دواړو غاړو هوکړه کړې چې د غلو دانو د صادراتو لپاره یوه خوندي لار وموندل شي.

د ویډیو تشریح، اوکرایین کې پوځي سرتېری: دا زما د هېواد بېرغ دی، د افغانستان