بایډن له سعودي ولیعهد سره د جمال خاشقجي وژل کېدو پر موضوع 'غږېدلی'

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د سعودي عرب له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې په یوه لیدنه کې د جمال خاشقجي وژل کېدو موضوع راپورته کړې.

ښاغلی بایډن سعودي عرب ته د اړیکو بیا رغاونې په موخه تللی او مخکې یې لا ژمنه کړې وه، چې په تېر کې به د بشري حقونو سابقې له کبله سعودي 'ورټي. '

نوموړی وايي، په څرګنده یې ویلي چې ''دا وژنه ما ته او امریکا متحدو ایالتونو ته د ډېر اهمیت وړ موضوع ده. ''خو د دې ترڅنګ ښاغلی بایډن وايي، د نورو موضوعاتو په هکله دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي دي.

د ښاغلي بایډن پر سفر له دې کبله نیوکې کېږي چې ګواکې په ۲۰۱۸ کال کې یې د سعودي مخالف امریکا مېشت خبریال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته سعودي عرب ته اعتبار ورکړی.

له جمال خاشقجي سره څه شوي و؟

امریکا استخباراتو پر سعودي ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز تور پورې کړی و، چې د جمال خاشقجي وژنه یې تایید کړې وه. شاهزاده محمد تل دا تورونه رد کړي او سعودي عرب څارنوالانو د دې وژنې تور پر 'خپلسرو ' سعودي جاسوسانو پورې کړی دی.

له لیدنې وروسته ښاغلي بایډن یوې خبري غونډې ته وویل: ''د خاشقجي وژنې پر موضوع مې لیدنه کې خبرې وکړې، په څرګنده مې وویل چې د دې موضوع په هکله مې هغه وخت څه فکر کاوه او اوس څه فکر کوم. ''

له لیدنې مخکې د ښاغلي بایډن داسې تصویرونه خپار شول چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره سوک جنګوي او دا په ظاهره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو تودېدو په مانا بلل کېږي.

بل لور د جمال خاشقجي کوژدنې خدیجه چنګیزي سعودي عرب ته د ولسمشر بایډن پر سفر نیوکه کړې او په یوه ټویټر پیغام کې یې د دواړو سړیو له تصویر سره یو تصوراتي جمله لیکلې چې د دې په فکر جمال خاشقجي به ویلي وه:

''ایا دا هغه حساب غوښتنه ده، چې زما د وژنې په هکله دې ژمنه کړې وه؟ د ایم بي اېس (محمد بن سلمان) د بل قتل په وینو به ستا لاسونه ککړ وي. ''

د دې موضوع تر څنګ ښاغلي بایډن اسراییل ته د سعودي عرب له هوايي حریمه د الوتکو تګ - راتګ پیلېدو اعلان هم وکړ، چې له دې مخکې پرې بندیز لګېدلی و.

نوموړي دغه راز وویل، د انرژۍ په هکله یې هم خبرې کړې دي - چې په امریکا کې یوه توده موضوع ده - او په وینا یې تمه یې دا ده چې راتلونکو اونیو کې به سعودي عرب د بازار ثبات لپاره نور اقدامات وکړي.