د مېږیانو نشه؛ سومالیا کې پولیسو یو ډول مېږیان 'نشه يي توکي' اعلان کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
سومالیا کې پولیسو تر هغه وروسته د مېږیانو یو مشخص نسل نشه يي توکي اعلان کړي چې مالومه شوه ځينې خلک یې د نشې لپاره کاروي.
پولیسو ویلي خلک د کورنيو مېږیانو دا بڼه ځوښوي او تپ یې تنفس کوي.
اوډوروس یا بویناک کورني مېږیان چې علمي نوم یې 'تاپينوما سیسایل' دی، فورمیک اسید لري.
راپورونو کې راغلي چې الوتونکي یا مرغان د دغو مېږیانو له خوړو وروسته د نشې حالت کې لیدل شوي دي.
د سومالیا د پولیسو یوه افسر یوه ځايي تلویزیون سره مرکه کې ویلي چې اوس ځينې انسانان هم په لوی لاس دغه مېږیان د ورته اغېزو لپاره کاروي.
هغه ویلي "دوی د مېږیانو لاندنۍ برخې پرې کوي، یوه لوښي کې یې په اوبو کې ځوښوي او تپ یې تنفس کوي چې بیا نشه کېږي."
د پولیسو دغه چارواکی دې مرکه کې زیاتوي چې اوس سومالیا کې ان دغه مېږیان یو څه کم شوي ځکه خلک پسې ګرځي او هر ځای چې په لاس ورشي، راټولوي یې.
ډاکتران بیا خبرداری ورکوي چې فورمیک اسید سره تماس د سر ګرځېدو، زړه بدوالي او کانګو لامل ګرځېدای شي.
د همدې لپاره سپارښتنه دا ده چې دا ډول مېږیانو سره له تماس باید ډډه وشي.











