د اوکرایین او روسیې ترمنځ د 'بورش سوپ' په اړه ناندرۍ

    • Author, الیس ډیویز
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي ادارې (یونیسکو) په اوکرایین کې "بورش Borsch" سوپ - چې معمولاً له لبلبو او کچالیو جوړېږي - د هغو غیر مادي کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل کړی چې د ورکېدو له ګواښ ‌سره مخامخ دي.

دغه سازمان ویلي، په اوکرایین کې جګړې د بورش پخولو چاره "ګواښلې" ده.

د اوکرایین د کلتور وزیر اولکسندر تکاشینکو د یونیسکو پر دې څرګندونو غبرګون کې ویلي: "په جګړه کې د بورش پخاطر بریا زموږ ده".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملنډې په توګه غبرګون کې ویلي، د سوپ روسۍ بڼه ساتنې ته اړتیا نه لري.

"بورش" یو ډول غوړ سوپ دی چې د لبلبلو له کبله سور رنګ لري- خو د زرغون او سپین په ګډون نور رنګونه هم لري.

که څه هم اوکرایینیان بورش د ملي خوړو په توګه کاروي، خو په روسیه او د پخواني شوروي اتحد پخوانیو مستعمرو او پولنډ کې یو بل ډول سوپ ډېر دود دی. ځکه نو د سوپ اصل پاتې کېدل د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

د سوپ د اصلیت په اړه ګڼې ضد او نقیضې ادعاوې شته، یا دا چې څنګه تلفظ کړل شي، او ایا غوښه یا تروشې کښتې هم وراضافه شي او که نه.

په تېرو څو کلونو کې پر خواله رسنیو په دې اړه تاوده بحثونه پیل شوي وو چې ایا دا د اوکرایین سوپ دی او که د روسیې، همدا ده چې ځینو د "بورش جګړې" نوم ورکړی.

په ۲۰۲۰ کال، اوکرایین له یونیسکو وغوښتل چې د سوپ پخول یې په هغو کلتوري میراثونو کې شامل کړي چې د له منځه تللو له ګواښ‌ سره مخامخ دي. په پام کې ده چې په ۲۰۲۳ کال نوملړ ته د بورش ور زیاتولو په اړه ‌پرېکړه وشي.

یونیسکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي پر اوکرایین د روسیې یرغل او له دې خوړو سره پر ملو دودونو "منفي اغېز" د ژر پرېکړې لامل شو.

د اوکرایین د کلتور وزیر ویلي: "په پوره خوشالۍ به له پرمختللو او ناپرمخللو هېوادونو سره د بورش جوړولو کې ګډون وکړو، چې لږترلږه خو دوی یو ښه، خوږ او اوکرایین څیز ولري".

په مقابل کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا پر دې ګام ملنډې وهلې دي.

هغې پر ټیلیګرام لیکلي: "زموږ ځانګړی بورش ساتنې ته اړتیا نه لريو خو ژر او په بشپړ ډول ویجاړېدلی شي" چې نېغه نغوته (اشاره) یې د ډېر خوند له کبله ژر خوړلو ته ده.‌

دې اختلاف ته په کتلو، بریتانیایۍ لیکوالې لیزلي چمبرلین چې په روسیه کې یې د خوړو او پخلي په اړه کتاب لیکلی د دغه سوپ د اصلیت په اړه د اوکرایین پر څرګندونو شک ښودلی.

چمبرلین بي بي سيی ته ویلي په داسې حال کې چې "بورش اوکرایینیانو ته خورا مهم دی، همدا خواړه له مشخصو جغرافیوي پولو سره اړخ نه لګوي".

دا وايي د سوپ اصل ځای د "ختیځې اروپا لویه سیمه" ده.