د چین ولسمشر د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په سفر تللی

China

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، شي جين پينګ وايي، هانګ کانګ له یو لړ ننګونو وروسته "له ایرو څخه راپورته شوی" دی

د چين ولسمشر شي جين پينګ هانګ کانګ ته رسېدلی چې د پخوانۍ بریتانوۍ مستعمرې بېرته راګرځولو ۲۵مه کلیزه ولمانځي.

دا لومړی ځل دی چې نوموړی د کوویډ -۱۹ ناروغۍ له پیل راهیسې چې نږدې دوه نیم کاله کېږي له چین څخه بهر سفر کوي.

شي جين پينګ وايي، هانګ کانګ له یو لړ ننګونو وروسته "له ایرو راپورته شوی" دی.

چین په ۲۰‍۱۹-۲۰۲۰ کال کې د ډیموکراسۍ پلوو لاریونونو وروسته د دې سیمې کنټرول ترلاسه کړ له همدې کبله نیوکه کوونکي چین د هانګ کانګ د آزادۍ په ځپلو تورن وي.

ښاغلي شي جین پینګ په چټک اورګاډي کې هانګ کانګ ته سفر وکړ، په تم ځای کې زده کوونکو د چین او هانګ کانګ بیرغونو په رپولو سره ورته ښه راغلاست وویل.

A woman holds a sign reading "I am a HongKonger"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین ته د هانګ کانګ له سپارلو مخکې، دغه هېواد ژمنه کړې وه چې په ځانګړو اداري سیمه کې به د ۵۰ کلونو لپاره د ډیموکراتیکو آزادیو ساتنه وکړي خو په ۲۰۲۰ کال کې نوي قوانینو په اغیزمنه توګه سیمه کې ټولې نیوکې خاموشه کړې

د غونډې سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي واټونه تړل شوي او دغه سیمه د الوتنو له حوزې لرې ده.

د ولسمشر شي جین پینګ د سفر نور معلومات نه دي په ډاګه شوي.

د هانګ کانګ اجراییه مشره کیري لام د کوویډ - ۱۹ له کبله خپل دفتر کې قرنطین ده او نن یې وروستۍ ورځ ده او تمه ده چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره به وویني.

په هانګ کانګ کې د بي بي سي خبریال مارتین یپ وايي، د راپورونو له مخې د نورو چارواکو په څېر نوموړې هم خپل دفتر کې قرنطین شوې وه تر څو وکولی شي د ښاغلي شي د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړي.

هغه اوس مهال د امریکا متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې ده، چې له امله یې نشي کولی خپل معاش بانک کې وساتي او د راپورونو له مخې معاش یې په کال کې څو سوه زره ډالره کېږي.

Soldiers take down the British flag in Statue Square, 1997 Hong Kong

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بریتانوي سرتېرو په ۱۹۹۷ کال کې هانګ کانګ کې د خپل هېواد بیرغ کښته کړ

چین ته د هانګ کانګ له سپارلو مخکې، دغه هېواد ژمنه کړې وه چې په ځانګړو اداري سیمه کې به د ۵۰ کلونو لپاره د ډیموکراتیکو آزادیو ساتنه وکړي خو په ۲۰۲۰ کال کې نوي قوانینو په اغیزمنه توګه سیمه کې ټولې نیوکې خاموشه کړې.

په بیجینګ کې حکومت کولی شي په سیاسي سیسټم کې بدلونونه ویټو کړي، او د ډیموکراسۍ پلوه وګړي د هغه څه له امله مایوسه شوي چې دوی یې د سیاسي اصلاحاتو سست رفتار بولي.