چین د هانګ کانګ پارلمان تر 'هېواد پالو' محدودوي

په ۲۰۲۰ کې د بېجینګ د پلویانو یو تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۲۰ کې د بېجینګ د پلویانو یو تصویر

چین د هانګ کانګ ټاکنیزو مقرراتو کې پراخ بدلونونه راوستي چې پردغه ښار باندې به یې کنټرول لا نورهم ټینګ کړي.

په پارلمان کې د مستقیموټاکل شویو څوکیوشمېر تقریبا نیمايي ته راکم شوی، او د پارلمان د غړیتوب نوماندان به لومړی د یوې بېجینګ پلوه کمېتې لخوا ارزول کېږي چې هېواد ته د وفاداري په اړه یې ځان ډاډه کړي.

موخه یې داده چې یواځې 'هېواد پاله ' کسان وکولای شي د ځواکمنو مقامونو لپاره ځان کاندیدکړي.

منتقدین خبرداری ورکوي چې دا به د دموکراسي پای وي، وېرېږي چې ټول مخالفین به د ښار له پارلمانه لیرې کړي.

خو د هانګ کانګ مشره، کاري لام، وايي د دیموکراسي لپاره فقط یوه معیاری طریقه نه شته. هغه وایی د ارزونې کمېټه به خلک د هغوی د سیاسي نظریاتو له امله نه چاڼوي، بلکې ' ناهېواد پاله' کسان به لیرې کوي.

اغلې لام وايي ترهغو چې یو کاندید یا نوماند هانګ کانګ ته خپله وفاداري وښودلای شي، بنسټیز قانون مراعات کړي او د ملي امنیت له پلوه څه ستونزه و نه لري، اجازه به ولری چې په ټاکنوکې ځان کاندید کړي.

هغې وویل:

''د هغو خلکو لپاره چې بېلې سیاسي عقیدې لري، لا نوره دیموکراسي غواړي، یا د محافظه کاري پرلور تمایل لری،د کیڼ یا ښی اړخ سره تړاو لري، ترهغو چې دا بنسټیزه او بنیادي قانوني اړتیا پوره کړي، زه داسې کوم څه نه وینم چې ولې دې ټاکنوکې ځان نه کاندیدوي. ''

له دې بدلونونو وروسته د هانګ کانګ د قانون جوړونکې شورا لومړنۍ ټاکنې به په دسمبر کې ترسره کېږي.

د بېجینګ پارلمان په تېر مارچ کې د چین د خلکو د کانګریس په غونډه کې دا پلان تصویب کړ.

د سه شنبې پر ورځ، د چین دولتي رسنیو راپور ورکړ چې د هېواد ترټولو لوړې تصمیم نیونکې ادارې، د چین د خلکو د کانګریس اجرايي کمېټې، د رایو په اتفاق سره دغه پلان تصویب کړ او په دې توګه یې د هانګ کانګ د کوچني اساسي قانون ضمیمه یا بنسټیز قانون ترمیم/تعدیل کړ.

د حکومت مخالف شخصیتونه وايي دا بدلونونه ددې لپاره دي چې هرهغه څوک چې د بېجینګ واکمنۍ سره سمون و نه لري له پارلمانه ليرې وساتي.

د پارلمان یو دیموکراسۍ پلوه پخوانۍ غړې، اېمیلي لاو، د اې اېف پي خبري اژانس ته وویل ‍‍‍‍‍‍ګ'دا ټول نوی سیستم په حقیقت کې ځپونکی اوظالمانه دی ''.

هغې زیاته کړه چې کېدای شي بیا د هانګ کانګ په سړکونوکې سیاسي ناکرارۍ راڅرګنده شي.

هغې وویل که موږ دومره دېر ناراضه خلک ولرو، یواځې لږ پلمه پکار ده چې ټول راوپاروي.

د سېنګاپور پوهنتون کې د سیاسي چارو استاد، چونګ جا یان، وویل ' پولیس ځواکونو ته دا واک ورکول چې په ټاکنوکې خلک وڅاري چې څوک ځان کاندیدولی شي داسې یو سیستم ندی چې معمولا په بامفهومه توګه دیموکراتیک وبلل شي.'

دا بدلونونه کوم دي او د هانګ کانګ لپاره څه معنا لري؟

د هانګ کانګ خلک به په راتلونکې دسمبرکې پارلماني ټاکنې کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هانګ کانګ خلک به په راتلونکې دسمبرکې پارلماني ټاکنې کوي

د چین دولتي خبري اژانس، شینهوا، د اصلاحاتو یو فهرست خپورکړی چې د هانګ کانګ دپارلماني قانون جوړونکې شورا پرجوړېدو اغېز کوي، په حقیقت کې د بېجینګ منتقدو سیاستوالو مخنیوی اسانه کوي.

ددې بدلون له مخې د هانګ کانګ د پارلمان د څوکیو شمېر له ۷۰ څخه ۹۰ ته زیات شوی خو دمستقیما ټاکل شویو غړو شمېر له ۳۵ څخه ۲۰ ته راټیټ شوی او پدې ډول په دیموکراتیکه توګه ټاکل شویو سیاستوالو شمېر راکم شوی.

د نوماندۍ ټول غوښتونکي کسان به اوس له رسمي کاندید کېدو وړاندې د بېجینګ د ټاکنیزې پیاوړې کمېټې او د چاڼولو یوې نوې کمېټې لخوا دوه ځله چاڼ کېږي.

د هانګ کانګ مشرې، کاري لام، وویل پدې کې به د پولیسو اوملي امنیت څانګې لخوا د سوابقو ارزول شامل وي.

دا بدلونونه څو میاشتې وروسته له هغې رامنځته شوي چې یوشمېر مخالفو پارلماني غړو د پارلمان د غړیتوب وړتیا له لاسه ورکړه، چې له امله یې پارلمان کې ټولو مخالفو غړو استعفا وکړه.

دا قانوني بدلونونه به د چارشنبې پر ورځ رسما پېل شي، اوپه راتلونکو اونیو کې به هانګ کانګ له دې سره سم په خپلو سیمه ییزو قوانینو کې بدلون راولي.

په ۲۰۲۰ کې هلته یوشمېر سیمه ییزې تاکنې راتلونکي دي.

بریتانیا په ۱۹۹۷ کې هانګ کانګ بېرته چین ته وسپاره، او د سپارلو د موافقتنامې له مخې د' یو هېواد، دوه سیستمونو' د اصل پربنست یو بنستیز قانون جوړ شو.

دغه کار د نور چین پرتله هانګ کانګ ته ډېره ازادي ورکړه چې باید تر ۲۰۴۷ کاله پورې یې دوام کړی وای.

خو، په وروستیو کلونو کې بېجینګ ورو ورو پرهانګ کانګ خپل اغېز زیات کړ.

څنګه دې ځای ته راورسېدو؟

په ۲۰۱۹، دموکراسۍ پلوه اعتراضونه تردېره په تاوتریخوالي بدل شول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۱۹، دموکراسۍ پلوه اعتراضونه تردېره په تاوتریخوالي بدل شول

د دیموکراسي د پلویانو څو کاله اعتراضونو وروسته، په ۲۰۱۹ کې نوي لاریونونه د فعالینو او پولیسو ترمنځ په تاوتریخوالي بدل شول او په سیمه ییزو ټاکنوکې مخالفینو سترې لاسته راوړنې درلودې.

په ۲۰۲۰ کې بېجینګ د ملي امنیت یو ناندره ییزه قانون تصویب کړ، او دا یې د هانګ کانګ د بنستیز قانون سره ضمیمه کړ، چې له امله یې د هانګ کانګ قضايي خپلواکي محدوده کړه او لاریون کونکو ته یې سزا ورکول اسانه کړل.

له هغې راهیسې، ددې قانون له مخې یوشمېر منتقدین بندیان شول، چې اعظمي سزا یې عمري بندیتوب دی.

د هانګ کانګ دموکراسي پلوه اعتراض کونکي چې برتانیا ته د تښتېدو لپاره د مبارزې د دوام له امله سختو پریکړو سره مخ و.

منتقدین، لکه د بریتانیا حکومت، ادعا کوي چې د چین دا ګامونه چې پرهانګ کانګ خپل کنټرول زیاتوي، د یو هېواد او دوه سیستمونو اصل له پامه غورځوي، خو بېجینګ دا نیوکې ردوي.