د هانګ کانګ اوسېدونکي اوس د بریتانیا ځانګړې وېزې ترلاسه کولای شي

برتانیا ته د هانګ کانګ د اوسېدونکو د تګ لپاره نن د ویزو د ورکړې یو ځانګړی پروګرام پېلېږي او تمه ده چې شاخوا ۳۰۰ زره کسان به پکې د ویزې له پاره عریضې وکړي.
دا ویزې هغو کسانو او د هغوی د کورنۍ غړو ته ورکول کېږي چې بهر د برتانیوي هویت پاسپورټونه یا بي این او لري او ژر د بریتانیا تابعیت په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سر له نن یکشنبې بي این او د سفر د اسنادو په توګه نه پیژني.
برتانیا د هانګ کانګ اوسېدونکو ته د ویزو د ورکړې پروګرام له هغې وروسته پېلوي چې چین په دغه ټاپو کې نوی امنیتي قانون عملی کړ.
هغه کسان چې دغه ویزې ترلاسه کړي کولای شي چې برتانیا کې له پنځه کاله ژوند وروسته دایمې ویزې واخلي او تر هغه ۱۲ میاشتې وروسته د برتانیا تابعیت ترلاسه کړي.
بیجینګ تر دې وړاندې برتانیا ته خبرداری ورکړی و چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونکړي.
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي دا ګام د برتانیا له پخوانۍ مستعمرې سره د دې هېواد ''د ژورو اړیکو تاریخ او ملګرتیا ته '' درناوی دی.
د برتانیا د کورونیو چارو وزارت وايي له تېرې جولای میاشتې راهیسې د هانګ کانګ شاخوا ۷ زره اوسېدونکو ته وار دمخه په بریتانیا کې د ځای پرځای کېدو اجازه ورکړل شوې ده.
که څه هم دوه اعشاریه نهه میلیونه کسان او د هغوی دوه اعشاریه درې میلیونه د کورنۍ غړي د برتانیا د ویزو ترلاسه کولو په شرایطو برابر پيژندل شوي خو د برتانیا حکومت تمه لري چې شاخوا ۳۰۰ زره کسان به په لومړیو پنځو کلونو کې د برتانیا د ویزو ترلاسه کولو لپاره عریضې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بریتانیوي ویزو د ورکړې دا پروګرام د چین له حاکمیت نه سرغړونه او د هانګ کانګ او چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
زاهو لیجان ویلي ''برتانیا پر دې حقیقت سترګې پټې کړي چې هانګ کانګ ۲۴ کاله وړاندې بېرته چین ته سپارل شوی دی. ''











