چین پر ځینو امریکايي چارواکو او بنسټونو بندیزونه لګولي

د عکس سرچینه، Reuters
چین ویلي چې په هانګ کانګ کې پر ځینو چینايي چارواکو د واشنګټن د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې یې د امریکا پر ځینو چارواکو او امریکايي بنسټونو بندیزونه لګولي دي.
د بیجینګ په دې بندیزونو کې د امریکا د سوداګرۍ پخوانی وزیر ویلبور روس هم دی.
د بندیزونو دا لړۍ وروسته تر هغه پیل شوه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیاله وینډي شرمان په وروستیو ورځو کې بیجینګ ته تللې وه.
امریکا په هانګ کانګ کې پر ځینو چارواکو بندیزونه لګولي وو چې ویل یې هلته د امنیتي وضعیت په خرابولو کې لاس لري.
واشنګټن ویلي وو چې په هانګ کانګ کې به د خطرونو په ډېرېدو پر ځینو شرکتونو هم بندیزونه ولګوي.
تېر کال چین په هانګ کانګ کې د دیموکراسۍ په ملاتړ د لاریونونو ځپلو لپاره د ملي امنیت قانون پلی کولو ته اړ شو.
په هانګ کانګ کې دا قانون هر هغه کس مجرم ګڼي چې د بېلتونپالنې او تخریب کارونه کوي او له بهرنیو اړخونو سره خواخوږي پالي او سزا یې عمري بند کېدی شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، "د امریکا وروستيو بندیزونو په هانګ کانګ کې د سوداګرۍ چاپېریال اغېزمن کړی او د نړیوالو اړیکو نړیوال قانون او اساسي معیارونه یې تر پښو لاندې کړي دي."
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د بیجینګ بندیزونه به تر اوو اونیو دوام ومومي.
د ټرمپ په اداره کې د امریکا د سوداګرۍ وزیر روس له هغو چینايي شرکتونو سره د راکړې ورکړې په لیست کې دی چې له امریکايي شرکتونو سره د راکړې ورکړې په چارو یې بندیز لګول شوی او په ناقانونه توګه فعالیتونه کوي.
په دې شرکتونو کې د ټیکنالوجۍ او معلوماتو هواوي او زیډ ټي چینايي شرکتونه هم دي.
د بجینګ په بندیزونو کې د بشر حقونو د څار سازمان د چین د چارو مشر سوفي ریچرډسن، د امریکا- چین د اقتصادي او امنیتي چارو د ارزونې د جرګګۍ مشره کارولیان بارتولومیو او د جمهوریپال نړیوال انستېتیوت مشر ادم کینګ هم دي.
د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې جېن ساکي ویلي: "امریکا د چین په غبرګون هېڅ اندېښنه نه لري".
د چین او امریکا اړیکې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال تر ټولو ډېر ترینګلي شول، چې لاهم د کوویډ-۱۹ د اصلي پیلېدو، د بشر حقونو د ځینو مسلو او الکترونیکي امنیت په تړاو د ناندریو له کبله د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي.
د روانې اونۍ په وروستیو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وینډي شرمان د دواړو هېوادونو د اړیکو رغولو لپاره چین ته ولاړه شي.











