د اردن عقبه بندر کې د زهرجن ګاز ټانکۍ چاودلې؛ ۱۳ کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان دي

State-owned AlMamlaka TV broadcast footage showing the toxic gas cloud at Jordan's Aqaba port

د عکس سرچینه، AlMamlaka TV

اردن کې د سرې بحېرې په عقبه بندر کې د کلورین ګاز د یوې ټانکۍ تر سوري کېدو وروسته د دغه زهرجن ګاز د خپرېدو له کبله لږترلږه ۱۳کسان وژل شوي او له ۲۶۰ډېر نور ټپيان دي.‌

چارواکو ویلي دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوه چې له دغو کیمیاوي توکو ډکه ټانکۍ د کرېن په وسیله د لېږدېدو پر مهال راپرېوته.

د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې دغه ټانکۍ له پورته کېدو وروسته ناڅاپه یوې بېړۍ کې راپرېوځي او چاودنه کوي.

تصویرونو کې دا هم لېدل کېږي چې تر چاودنې سملاسي وروسته زېړبخن ګاز خپرېږي‌ او خلک هڅه کوي چې ځانونه خوندي‌ کړي.‌

چارواکو ویلي نږدې ۲۰۰ کسان د زهرجن ګان د تنفس له کبله ځايي‌ روغتونونو ته لېږدول شوي دي. له دوی د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.‌

کلورین داسې کیمیاوي مواد دي‌ چې صنعت او کورونو کې په کارېدونکو پاکوونکو توکو کې کارول کېږي.

Damaged chemical storage container next to a vessel at Aqaba port in Jordan (27 June 2022)

د عکس سرچینه، AFP

‌کلورین په نورماله تودوخه او فشار کې زېړ - شین بخن ګاز دی، خو د ساتلو او لېږدېدو لپاره معمولا تر فشار لاندې او سړېږي.

کله چې دغه ګاز تنفس،‌ تېر او یا له پوستکي سره تماس کې شي،‌ نو له اوبو سره غبرګون ښيي،‌ اسیدونه تولیدوي او د وجود حجرو ته زیان اړوي.‌

کله چې د لوړې کچې کلورین تنفس شي نو سږو کې د اوبو ډنډېدو لامل ګرځي.

د عقبه ښار اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې خونو کې دننه پاتې شي او ځان پسې کړکۍ او دروازې بندې وساتي.

دا ښار د عقبه بندر د شمال شاوخوا ۱۶ کیلومترۍ کې پروت دی.

د اې اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې په یوه احتیاطي اقدام کې همدا راز د عقبه ښار له سویلي ساحله هم چې د سیل او چکر مشهور ځای او د پېښې له ځای ۷ کیلومتره لېرې پروت دی، خلک ایستل شوي‌ دي.‌

د مدني ‌دفاع څانګې له زهرجنو توکو د عقبه بندر پاکولو لپاره د پېښې ځای ته د متخصصانو ډلې استولې دي.

حادث تسرب غاز

د عکس سرچینه، حساب تويتر الخاص بمديرية الأمن العام في الأردن

‌پخپله د اردن لومړی‌ وزیر بشر الخصاوانه عقبه ښار ته تللی او خپل کورنیو چارو وزیر 'مازن الفرایه' ته یې امر کړی چې د پېښې په اړه د څېړنو مشري وکړي.‌

د عقبه بندر یوه مسوول رسنیو ته ویلي چې دې ټانکۍ کې له ۲۵ تر ۳۰ ټنه کلورین ځای کړل شوي وو او پام کې وه چې د افریقا جیبوتي ته صادر شي.‌