هند کې زهرجن ګاز ۱۳ کسان وژلي؛ سلګونه روغتون کې بستر شوي

د عکس سرچینه، EPA
د هند په سویل کې د کیمیاويي موادو له یوې فابریکې د ګازو وتلو یا لیک کېدو له کبله ۱۳ کسان وژل شوي دي او ۸۰۰ نور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د اندرا پردېش ایالت په وشاکاپټنم ښار کې له ایل جي پولیمرز نومې کارځایه ګاز داسې مهال وتلی چې ځايي اوسېدونکي په خوب ویده وو.
دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، د پېښې په تړاو معلومات راټولوي او په وینا یې د اغېزمنو کسانو چټکې درملنې لپاره اقدامات کوي.
ځايي ډاکټران وايي، اغېزمن کسان په ساه اخیستو کې د تکلیف خبره کوي او سترګې یې سوځي.
رپوټونو کې ویل شوي، د ګازو وتلو د مخنیوي لومړنی هڅې بریالۍ نه وې، خو ایالتي حکومت او ایل جي پولیمرز شرکت وايي، وضعیت اوس کنټرول شوی دی.
په اندرا پردېش ایالت کې د هوا ککړتیا مخنیوي ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي راجندر ریډي بي بي سي ته وویل، له کارځایه وتلی ګاز سټیرین نومېږي، چې کنګل ساتل کېږي.
بل لور ته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پېښې په تړاو بېړنۍ غونډه رابللې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه کارخانه د مارچ پر ۲۴ نېټه په هند کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره له قرنطین پلي کېدو وروسته تړلې وه.
د روغتیا یوه ځايي چارواکي بي کي نایک رویټر خبري اژانس ته ویلي، د هغو ټولو کسانو روغتیا اوس ښه ده چې روغتون کې بستري شوي وو.
بل لور ته ځايي ډاکتران وايي، ۸۶ ناروغانو ته مصنوعي تنفس ورکړل شوی دی او ډېری کسان له روغتونه بېرته کورونو ته لېږل شوي دي.
د صنعت ایالتي وزیر ګوتم ریډي بي بي سي تلګو څانګې ته وویل د کمپنۍ خلاف قانوني اقدامات کېږي.
د نوموړي په وینا داسې ښکاري چې دغه کمپنۍ کې چې ملکیت یې د سویلي کوریا دی، له بېرته پرانیستلو مخکې اړین بهیر نه دی پلي شوی او د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات نه دي شوي.
ښاغلي ریډي زیاته کړه، چې په هند کې د سویلي کوریا سفارت ته د پېښې په هکله معلومات ورکړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د وشاکا پټنم پولیسو یوې لوړ پوړې افسرې سوروپ راني اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د قرنطین له کبله کارخونه په سست حالت کې پرېښودل شوې وه.
خبري اژانس د نوموړې له قوله وايي، ځايي کلیوالو پنجشنبه سهار نژدې درې نیمې بجې شکایت کړی و، پولیس سملاسي سیمې ته رسېدلي وو، خو د مسموم کېدو له وېرې په بېړه بېرته شاتګ ته اړ شوي دي.
چارواکي وايي، په ګازو لړلي لوګي د پېښې ځای په نژدې درې کیلومتره ساحه کې خپاره شوي دي او د شاوخوا سیمې اوسېدونکي له کورونو ایستل شوي دي.









