چارواکي: په جوزجان کې له یوې څا طبیعي ګاز اېستل پیل شول

ګاز

د عکس سرچینه، پټرولیم وزارت

د عکس تشریح، د کانونو وزارت له دې خبر سره داسې ویډیو هم خپره کړې چې پکې له یوه نل د ګاز لمبې پورته کېږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د ګازو استخراج یا اېستلو بهیر بریالی شوی او اوس یې له یوې څا د طبیعي ګاز اېستل پیل کړي دي.

د پټرولیم وزارت د چارواکو په خبره، د دې څا د ګاز د تولید له مخې به افغان دولت ۸ اعشاریه ۵ میلیون ډالر کلنی عاید ترلاسه کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د ګاز او تېلو د موندلو لپاره یې د جوزجان ولایت یتیم تاق ساحه کې له دې څا د ګاز پر اېستلو بریالي شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله فیسبوکپاڼه هم له ۳۲ شمېرې څا د ګاز اېستلو د لړۍ خبره شوې او هم زیاته شوې چې ټاکلې ده دې سیمه کې پر ۳۶ شمېره څا هم کار پیل شي.

پر فیسبوکپاڼه له دې خبر سره داسې ویډیو هم خپره شوې چې پکې له یوه نل د ګاز لمبې پورته کېږي.

افغان چارواکي وايي، له دې دوو څاګانو د ګاز اېستلو سره به د افغان ګاز توليدي ظرفیت په سیمه کې له نورو څاګانو سره نږدې اته لکه متر مکعب ته په شپه ورځ کې ورسېږي.

د چارواکو په خبره، د دې دوو څاګانو د ګاز اېستلو سره د مزار شریف کود برق او بیات ګروف او غضنفر شرکتونو انرژۍ اړتیا پوره کېږي.

جوزجان د طبیعي ګاز ډېرې زېرمې لري او د تېر کال د نومبر لومړیو کې ترې ګازي برېښنا هم تولید شوه.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خبره، دا په افغانستان کې لومړی ځل دی چې د ۴۰ میګاواټ په اندازه له طبیعي ګاز برېښنا جوړېږي.

د افغانستان طبیعي زېرمې

د افغانستان د کانونو وزارت

د عکس سرچینه، د افغانستان د کانونو وزارت

د عکس تشریح، جوزجان ولایت کې له طبیعي ګاز د برېښنا تولید بټۍ هم جوړه شوې ده.

افغانستان اسیا کې د طبیعي زېرمو له اړخه بډایه هېواد دی، چې پر زېرمو یې ډېر لاس نه دی وهل شوی

افغانستان کې داسې ۱۴۰۰ ځایونه په نښه شوي، چې ویل کېږي، طبیعي زېرمې پکې شته.

د افغانستان حکومت او د ځمکپوهنې یو شمېر نړیوالو ادارو له لوري تر لاسه شویو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې افغانستان کې تر خاورو لاندې شته طبیعي زېرمو ارزښت له ۳۰۰۰ میلیاردو ډالرو اوړي.

خو دغه هیواد کې د څو لسیزو جګړو د کانونو سکتور هم زیانمن کړی او ډېر پرمختګ پکې نه دی شوی.

د افغانستان ډېر کانونه په ناامنه سیمو کې پراته دي چې ځینې ناقانونه کیندل کېږي او کیندونکي یې د حکومت وسله والو مخالفانو ته باج ورکوي.

حکومت دغه کانونه د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې یوازنۍ لاره بولي او ډاډ ور کوي چې قانوني کولو ته یې هڅې پېل شوي دي.