جي ۷ غونډه؛ زېلېنسکي ترې درنې وسلې او پر روسیې نور بندیزونه غواړي

ټاکلې د اوکرایین ولسمشر ولادو میر زېلېنسکي‌ د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو (جې -اووه) د مشرانو غونډې ته وینا کې له دغو هېوادونو د درنې وسلې غوښتنه وکړي.

ښاغلي زېلېنسکي‌ د یکشنبې پر ورځ وویل چې اوکرایین ته د وسلو ورکړه کې ځنډ روسیه هڅولې چې بیا بیا بریدونه وکړي.

هغه همدا راز د هوايي دفاع سیستمونو او پر روسیې د نویو بندیزونو غوښتنه هم وکړه.

د اوکرایین ولسمشر وویل "شریکان که رښتیا شریکان وي او نندارچیان نه وي، باید په چټکه لاس به کار شي."

د اوکرایین ولسمشر دا غوښتنه داسې مهال کړې چې روسیې یې د یکشنبې پر ورځ د پلازمېنې کیېف په ګډون پر مختلفو ښارونو بریدونه وکړل.

د اوکرایین ختیځ کې روسي ځواکونو د سېوېروډونېڅک تر نیولو وروسته ورڅېرمه لیسیچانڅک ښار هدف ګرځولی.

د اوکرایین جګړه د جي اووه سرمشریزې د بحث د سر موضوع ده.

ټاکلې په دې ناسته کې کیېف سره د لا ډېر پوځ ملاتړ او پر مسکو د لا نورو بندیزونو ژمنه وشي.

لوېدیځ مشران هڅه کوي چې یو واحد دریځ‌ سره رامخ ته شي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز ویلي د روسیې وروستیو راکټي بریدونو وښوده "دا سمه ده چې یو موټی شئ او د اوکرایینیانو ملاتړ وکړئ."

د جرمني بایرن یا باواریا کې د جي اووه تر دې ناستې وروسته د روانه اوونۍ اسپانیا کې د ناټو غونډه هم کېږي، چې تمه ده ښاغلی زېلېنسکي هغې ته هم وینا وکړي.

د جرمني لومړی وزیر اولف شولتز، چې د دې غونډې کوربه دی، وویل د اوکرایین پر سر يووالی د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته د دې "اووه کسیزې ډلې" څرګند پیغام دی.

هغه وويل که د دغې ډلې د غړو هېوادونو مشران سره متحد شي، مهمې پرېکړې کولی شي.

د جرمني لومړي وزير دا هم وویل چې د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې د روسیې تازه توغندیز بریدونه د ولادمیر پوتین د "وحشیانه" جګړې یادونه کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم پر اوکرایین د روسیې د برید په غبرګون کې د ناټو او اووه کسیزې ډلې تر منځ د یووالي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ولادمیر پوتین په لوېدیځ کې د تشې په رامنځته کولو کې پانګونه کړې ده.

نوموړي د جي‌۷ له سرمشریزې ‌پیلېدو لږ مخکې د جرمني له صدر اعظم سره خبرو کې ویلي وو: "موږ یوموټی یو، پوتین په پیل کې پتېیلې وه چې ګنې ناټو او جي ۷ به سره وپاشل شي، موږ دا کار ونه کړ او نه به یې وکړو."

دی وايي، "موږ به دغه یرغل لکه څنګه چې روان دی همداسې پرېنږدو او ځان به لیرې ترې ونه وساتو."

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن منلې چې د جګړې د پایلو په اړه فشار او اندېښنه شته.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا هم د اووه کسیزې ډلې پر مشرانو غږ کړی چې دغه هېواد ته نورې درنې وسلې ورکړي او روسیه له اقتصادي پلوه ګوښې کړي.