شهباز شریف: د بې وزلو ستونزې به هواروو، له شتمنو مالیه اخلو

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې تر غونډې وروسته رسنیو ته ویلي، د بې وزله وګړو د بار وېشلو لپاره به له شتمنو خلکو مالیه اخیستل کېږي، ''ان که یوځل هم وي. ''
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې حکومت یې لا هم د پاکستان لپاره پور ترلاسه کولو لړ کې د پیسو له نړیوال صندوق یا ای ایم ایف سره هوکړې ته نه دی رسېدلی.
هغه وویل: "له بده مرغه کله مو چې د دولت چارې ترلاسه کړې، د اقتصادي تګلارې او د مخکېني دولت د کمزورو کړنو له کبله له لوی اقتصادي کړکېچ سره مخامخ یو."
شهباز شریف دا هم ویلي چې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه اسمان ته ختلې ده، د پاکستان مخکېني حکومت اوسني حکومت ته '' چې سل په سلو کې بدبین و '' د اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو زمینه برابره کړه.
د پاکستان لومړي وزیر له بې وزله وګړو سره د مرستې په تړاو وویل: "اوس به میلیونونو وګړو ته هره میاشت د مرستې په توګه د میاشتې دوه زره روپۍ ورکول کېږي".
دی وايي، اقتصادي بد وضعیت ښه کولو ته باید ټول وګړي اوږه ورکړي او "د بې وزله خلکو بار باید موږ هم واخلو او دا بار د هغو خلکو پر اوږو هم - ان که یوځل هم وي - واچوو چې خدای خپل نعمت پرې لورولی دی، له هغوی به مالیه واخلو چې له دې لارې به سلګونه میلیارده روپۍ مالیه راغونډه کړو".
شهباز شریف زیاتوي: "په ډېر ګران وخت کې مو د حکومت واګې ترلاسه کړې او دا ګران مسؤلیت به مخته وړو، ډېرې ګرانې اقتصادي پرېکړې مو وکړې، که نورو هڅو ته اړتیا شوه، نو ځانونه به ترې درېغ نه کړو".
دی وايي، د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د هر ډول ګام اخیستو کې که هر راز پرېکړې ته اړتیا وه، کړي.
یو ډالر ۲۱۲ پاکستاني روپیو ته ختلی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د سې شنبې پر ورځ د اسعارو په بازار کې د پاکستاني روپۍ ارزښت نور هم راټیټ شوی او یو ډالر له ۲۱۲ پاکستاني روپیو سره مساوي شوی دی.
تېره ورځ یو ډالر په ۲۱۰ پاکستاني روپیو (کلدارو) و، خو د سې شنبې ورځې له کاروبار پیلېدو سره د ډالر ارزښت لوړ شو.
په یوه یا دوو ورځو کې د پیسو له نړیوال صندوق سره د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسمعیل د هوکړې ځنډېدو هم ښايي د ډالر د ارزښت پر لوړېدو اغېز کړی وي.
د ونډو بازار د کاروباریانو په وینا، د پاکستان د مالیې وزارت اعلامیې ته د پیسو نړیوال صندوق تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
دوی وايي، د وارداتو فشار تر ډېره پر ډالر وي، خو ښکاري چې پاکستانۍ روپۍ د پیسو له نړیوال صندوق سره د تفاهم په درشل کې خپل ارزښت راکم کړی دی.









