د امریکا پر کانګرس برید: ټرمپ د خپلې لور ګواهي رد کړه

ایوانکا ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته تر هغه چې لور یې ایوانکا ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخو درغلیو له بې بنسټه ادعاوو نه ځان څنګ ته کړی و، هغې ته ځواب ووایه.

د امریکا پر کانګرس د برید په تړاو استماعیه ناسته کې د اغلې ټرمپ نالیدلی کلیپ خپور شو چې د خپل پلار ادعاوې پکې ردوي.

ایوانکا ټرمپ په دې وېډیو کې وايي، کله چې د هغه وخت د امریکا د عدلیې وزیر ویلیم بار دې ته وویل، پلار یې په ټاکنو کې ماتې خوړلې، دې ته هېڅ شک هم پکې پیدا نه شو.

ښاغلي ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، د خپلې لور خبرې رد کړې دي.

هغه پر "تروت سوشل" ټولنیزه شبکه وروسته تر هغه دا خبرې خپرې کړې چې پر ټویټر یې فعالیت بند شو، ده لیکلي: "ایوانکا ټرمپ د ټاکنو په ارزونه یا مطالعه کې ښکېله نه وه".

ښاغلي ټرمپ وړاندې لیکلي: "زما په اند ایوانکا یوازې هڅه کړې چې ویلیم بار ته د هغه د عدلیې د وزیر په توګه درناوی وکړي".

ټرمپ د ښاغلي بار په اړه هم سپکوونکې څرګندونې کړې دي او هغه یې د عدلیې "کمزوری او ډارن" وزیر بللی دی.

د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې چې په پای کې جو بایډن پکې بریالی شو، د درغلیو په تړاو د ښاغلي ټرمپ د ادعاوو د ملاتړ لپاره کوم ثبوت نه شته.

ډونلډ ټرمپ په کانګرس کې د اړ و دوړ جوړولو له لارې په "ناکامه کودتا" تورن شوی دی.

د کانګرس دا استماعیه ناسته څه باندې ۲۰ میلیون خلکو پر تلوېزیون کتله.

په دې ناسته کې د ایوانکا ټرمپ د خبرو یوه برخه په اپریل میاشت کې خپره شوه. په یاده وېډیو کې له اغلې ټرمپ پوښتل کېږي چې د ښاغلي بار د څرګندونو پر وړاندې د هغې غبرګون څه دی.

دې وویل: "دغه لیدلوي زه اغېزمنه کړم. زه د هغه درناوی کوم، نو څه چې دی وايي منم یې".

د ویډیو تشریح، د کانګرس پر ودانۍ د بريد يو کال: د امريکا سياست يې څومره بدل کړی

اغلې ټرمپ د خپل پلار سلاکاره وه او د امریکا پر کانګرس تر برید مخکې یوه غونډه کې هغه له خپل پلار سره وه.

په پام کې ده چې پر کانګرس د برید د دوسیې په اړه پنځه نورې غونډې هم وشي.

د راتلونکې دوشنبې ورځې جلسه کې به هڅه وشي چې وښودل شي ښاغلی ټرمپ او نژدې ملګري یې پوهېدل چې هغه په ټاکنو کې ماتې خوړلې ده، خو په هر حال یې په ټاکنو کې د درغلیو په تړااو ادعاوې خپرې کړې.