تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسي ځواکونو د اوکرایین ختیځ کې لیمان ښار نیولی دی
اوکراییني چارواکو تائید کړه چې روسي ځواکونو ددغه هېو اد د ختیځ په دنباس سیمه کې د لیمان ښار نیولی دی.
د اوکرایین د ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي یوه سلاکار اولکسي ارېستویچ ویلي دا ښار اوس د روسیې له ملاتړه د برخمنو بېلتونپالو تر کنټرول لاندې دی.
هغه یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: "د نا تائید شویو اطلاعاتو له مخې، موږ لیمان ښار له لاسه ورکړی."
له دې سره ډونېڅک لپاره د اوکرایین والي پاولو کیرېلینکو رسنیو ته ویلي، د اوکرایین پوځ د لیمان شاوخوا نوي سنګرونه جوړ کړي.
کیېف کې هم د دفاع وزارت یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي اوکراییني ځواکونه دمګړۍ د لیمان ښار شمال لویدیځ او سویل ختیځ کې په جګړه بوخت دي.
بي بي سي په خپلواک ډول ددغه ښار د سقوط او یا د اوکراییني ځواکونو لخوا هلته د مقاومت رپوټونه نشي تائیدولی.
ماریوپول: د ۷۰ تنو جسدونه موندل شوي
په ورته وخت کې د اوکرایین سویل کې د ماریوپول د ښاروال یوه مرستیال ویلي د دغه ښار صنعتي تراړه کې د یوې نړېدلې ودانۍ له ویجاړیو د ۷۰ تنو جسدونه ترلاسه شوي دي.
پېترو اندرېشچینکو رسنیو ته ویلي چې دا جسدونه د روسيې د بېړني حالت کارکونکو موندلي او یوه ډله ییز قبر ته وړي دي.
د نوموړي په وینا دغه کسان د جګړې او بریدونو پر مهال دې ودانۍ کې ایسار پاتې شوي وو.
دا او نور اوکراییني چارواکي که څه هم له ماریوپول وتلي، خو اوس هم د دغه ښار جګړه کې د اوښتو زیانونو جزیات خپروي.
ښاغلي اندرېشچینکو د سې شنبې پر ورځ ویلي و چې ماریوپول کې د یوې بلې ودانۍ له ویجاړیو هم نږدې ۲۰۰ جسدونه ترلاسه شوي دي.
په ورته وخت کې کیېف کې یوه اقتصادي بنسټ ویلي د دوی څېړنې ښيي چې د روسيې د یرغل له کبله اوکرایین ته د ۶۰۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت اقتصادي زیان اوښتی دی.
په دوی کې د اوکرایین پر اقتصاد او راکړه ورکړه سربېره استوګنیزو کورونو، زېربناو او نورو تاسیساتو ته اوښتي زیانونه هم شامل دي.
له دې سره د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي وايي، په ختیځه دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو یرغلونه ښايي له دې سیمې د ټولو خلکو وتلو لامل شي.
نوموړي تېره شپه په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل، داسې ښکاري چې روسیان غواړي د اوکرایین ختیځ کې ښارونه په کنډوالو بدل کړي.