د هاوانا تر ټولو مشهور هوټل کې چاودنه؛ ۲۲ کسان وژل شوي، لسګونه ټپي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د کیوبا پلازمېنې هاوانا تر ټولو مشهور او تاریخي پنځه ستوري هوټل 'ساراتوګا' کې یوې سترې چاودنې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او ۶۰ نور ټپي کړي دي.
چارواکو ویلي دا پېښه په ډېر احتمال تر دغه هوټل بهر د ګازو درول شوي ټانکر کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې.
دغه پنځه پوړه هوټل کې د کورونا وبا محدودیتونو پر مهال د رغونې چارې ترسره او ټاکلې وه څلور ورځې وروسته بېرته پرانیستل شي.
چاودنه دومره زوروره وه چې د هوټل د مخې دیوال یې الوځولی او څو پوړه ورنړولې دي.
یازیرا دېلا کاریداد چې دغه هوټل ته څېرمه اوسي رسنیو ته ویلي، دې "لومړی فکر وکړ چې ګوندې زلزله ده."
دغه هوټل هاوانا کې د کیوبا د کانګرس زړې ودانۍ ته مخامخ پروت دی.
ژغورندویه ډلې لا هم د دغه هوټل ویجاړیو لاندې د احتمالي ایسارو کسانو لټون کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پخپله ولسمشر مېګوئل دیاز کانل هم د پېښې ځای ته ورغلی.
هغه ویلي "دا بمي چاودنه یا کوم برید نه، بلکې یوازې یوه بدمرغه پېښه ده."
د کیوبا ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د پېښې قربانیانو کې یوه مېندواره ښځه او یو ماشوم دی.
د دغه هوټل شا ته یو ښوونځی هم شته خو چارواکو ویلي زیان نه دی ور اوښتی او ټول زدکوونکي یې روغ وتلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پېښه داسې مهال شوې چې کیوبا د کورونا وبا له اړخه دغه هېواد کې د ګرځندوی ډېر غېزمن شوي صنعت د رغولو پر هڅو بوخته ده.
د ۱۹مې پېړۍ دا ودانۍ د مشهورو کسانو د خوښې ځای پاتې شوی چې د بارک اوباما حکومت کې د واشنګټن او هاوانا ترمنځ د اړېکو تودېدو پر مهال د مدونا، بیانسې او مېک جګر په څېر مشهورو ستورو هم پکې شپې کړې دي.









