تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عامه ځای کې ځان وژنه چې د ترانسجېندر کډوالو کړاو په ډاګه کوي
- Author, فرانک عمیدي
- دنده, بي بي سي
په افغانستان، اوکرایين او ځینو نورو سیمو کې د کړکېچونو له امله اروپا ته د ورتلونکو کډوالو په شمېر کې خورا لوړوالی راغلی.
خو د هغو کډوالو چې ټرانسجېدر دي یا یې جنسیت بدل کړی د تاوتریخوالي او کړاو کیسې کمې مخې ته راځي.
د برلېن ښار په مرکز کې د ځان وژنې یوې بوږنوونکې کیسې دا حالت بدل کړی.
۴۰ کلنه اېلا نېک بیان چې ایرانۍ کډواله ده او د زېږېدو پر وخت یې جنس نارینه ثبت شوی وو، وروسته یې خپل جنسیت بدل کړ او د ښځې په توګه به یې ځان پېژانده.
دې د تېرکال سپتمبر کې د جرمني برلېن ښار په مرکزي سیمه الېګزانډر پلټز څلورلاري کې ځان ته اور ورته کړ او ځان وژنه یې وکړه.
دا خبر یې د نژدې ملګرو او همکارانو لپاره بوږنوونکی وو.
دې خبر جرمن رسنیو کې تر یو څه وخته بحثونه راوپارول، پوښتنې یې ډېرې خو ځوابونه یې کم وموندل.
دې کیسې کې عامه لېوالتیا ښايي کمه شوې وي خو د هغو خلکو خپګان او ناهیلې لا هم هماغسې ده چې اېلا یې له نژدې پېژنده.
د هم جنس پلوو او ترانسجېنډر (بدل شوي جنسیت) ټولنې ځینو خلکو په عامه ډول د اېلا ځان وژنې ته د احتجاج په سترګه کتل، خو هغې تر شا هېڅ پیغام نه وو پرې ايښی او د اېلا نژدې ملګرو په باور ځان وژنې یې سیاسي موخه نه درلوده.
نو څه وو چې اېلا یې ځانوژنې ته مجبوره کړه؟
ایران نه له کډه کېدو وروسته پر اېلا څه تېر شوي وو چې د هغې د ځانوژنې پرېکړه توجېح کړای شي؟
هغو ننګونو ته په کتو چې اېلا د مساپرۍ پر مهال ورسره مخ وه، ښايي یو څه ځوابونه وموندلی شو.
"هغه ډېره مهربانه ښځه وه، تل به یې موسکا پر شونډو وه". دا خبره اېدنا پاوېستورف کوي.
اېدنا ټولنیزه مرستندویه کارکوونکې ده چې اېلا یې په لومړي ځل هغه وخت لیدلې وه چې د پخواني ختیځ جرمني ماغدېبورګ ښار ته راغلې وه.
دې وروستیو ټاکنو کې دلته فیور ډوشلنډ ګوند ښه ځلېدلی چې تر ډېره یې د کډوالو مخالفې تګلارې لري.
اېلا ټرانسجېنډر وه - د هغې هغه جنیست چې د زېږېدو پر وخت دې ته ټاکل شوی وو اوسني جنیست سره یې توپیر درلود.
نوموړې ۲۰۱۵ کې جرمنې ته ورغلې وه، او د ډېرو نورو هغو کډوالو په څېر چې هم جنس پلوي دي یا یې جنسیت بدل کړی له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ شوه.
اېلا له دې څلور کاله وړاندې ایران پرې ايښی وو او د ترکیې لا لارې اروپا ته راغلې وه، هغه لاره چې ډېری ایراني کډوال یې کاروي.
اېلا لومړیو کې د خپل جنسي هویت په اړه څه ونه ویل او شاخوا کال وروسته یې له خپلې ټولنیزې مرستندویه کارکوونکې نه پوښتنې پیل کړې.
اېدنا پاوېستورف وايي: "هغه د جرمنۍ ژبې یوه ټولګي ته راغله چې زه یې ښوونکې وم. رانه یې وپوښتل چې ایا جرمني کې د هم جنس پالي په توګه ژوند کول قانوني دی او څه ستونزه خو نشته؟ دا هغه شېبه وه چې وپوهېدم ښايي اېلا له یو څه ځورېږي."
خو اېلا همجنس پالې نه وه.
ایران کې د ډېریو همجنس پالو او ټرانسجېندر ټولنې خلکو په څېر اېلا هم اړه وه چې د کړاو او ځورونې له ویرې خپل جنسي هویت پټ وساتي.
نوموړې د ایران په جنوب کې په یوې محافظه کاره کورنۍ کې زېږېدلې وه او د بېلا بېلو جنسیتونو په اړه یې هېڅ ډول مالوماتو ته لاسرسی نه درلود.
اېلا لپاره د ټرانسجېنډر ښځې په توګه ځان پېژندل اسانه نه وو او اېدنا ۲۰۱۶ کال کې د یوې ځانګړې مکالمې په اړه وايي:
"هغه زما دفتر ته راغله او راته یې وویل چې غواړي د یو څه په اړه راسره خبرې وکړي. راته یې وویل چې زه هم جنس پالې نه یم خو غواړم ښځه واوسم."
دواړو تر ساعتونو خبرې وکړې او تر ډېره به اېلا په دې اړه پوښتنې کولې چې څنګه د یوې داسې ښځې په توګه ژوند وکړي چې ټرانس ده یا جنیست یې بدل کړی.
یو څو میاشتې وروسته د ۲۰۱۶ په دسمبر کې اېلا یو وار د اېدنا دفتر ته ورغله:
"د نوکانو له رنګ پرته مې نور داسې څه ونه لیدل چې هغې کې بدل وو."
دا د اېلا لپاره د بدلون پر لور له ډېرو ګامونو لومړی هغه وو.
اېلا ورو ورو هغو خلکو ته د خپل جنسي هویت په اړه ویل چې دې ورسره د خوندیتوب احساس کاوه، لکه اېدنا یا لیزا شلوز چې د کډوالو په یوه مرکز کې یې کار کاوه او وروسته بیا د اېلا نژدې ملګرې شوه.
لیزا اېلا د یوې اجتماعي او خندونکې ښځې په توګه یادوي چې تل به یې ملګري په اسانۍ موندل.
"اېلا مې په لومړي ځل همدې مرکز کې ولیده. لومړی د جرمن ژبې زده کړې لپاره راتله خو وروسته یې موږ سره په ژباړه کې ډېره مرسته کوله. اېلا په انګرېزۍ، جرمن، عربۍ، ترکۍ او فارسي ژبو خبرې کولای شوای. ډېره مرستندویه ښخه وه."
د اېلا د جنسیت په اړه لیزه وايي:
"اېلا تل اېلا وه خو په پيل کې د هغې اېلا په څېر نه ښکارېده چې موږ یې اوس پېژنو. دا بدلون یو کرار بهیر وو."
لیزا وايي اېلا د ټولنې په ګډه باغچه کې هم تل بوخته وه:
"اېلا به تل پټیو کې وه، الوګان یا څه بل څه به یې شوکول، لوړې څپلۍ او کوچنی کمیس به یې په تن وو."
خو په حقیقت کې هر ځای د اېلا لپاره خوندي نه وو. لیزا او اېدنا دواړه وايي چې اېلا په سړکونو ځورول کېده.
هر ځای چې به تله خلکو به یې په اړه خبرې کولې، یو څو ځله خو پرې لفظي ګوذارونه هم وشول. لیزا زیاتوي: "هغې یوازې غوښتل چې د هغه ډول یې خلک ومني چې دا وه، خو خلکو نه منله."
مایکل چې د اېلا یو بل ملګری وو د هغې ورځې په اړه وايي چې یو څو ځوانانو اورګاډي کې پر اېلا برید وکړ.
"بریدکوونکي هېڅ په دې کیسه کې نه وو چې نور مساپر د پېښې عیني شاهدان دي. اېلا اړه شوه چې د اوښکې بهوونکي غاز په مرسته خپله دفاع وکړي."
مایکل وايی بریدکوونکي په فارسي ژبه غږېدل نو په خبره یې پوه نه شو خو اېلا ورته ویلي وو چې هغوی ورته د جنسي تېري ګواښونه کول.
د جرمني په ماغدېبورګ کې اېلا لپاره د اسیایۍ ترانسجېنډر ښځې په توګه ژوند سخت وو او پنځه ځله یې استوګنځای بدل کړی وو. د مایکل په باور د اېلا وروستی استوګنځای د ښځو یو پناه ځای وو خو هغه یې ځکه پرېښود چې نورو ښځو دا هلته نه غوښته.
۲۰۱۹ کال کې اېلا برلېن ښار ته په دې هیله ولاړه چې ښايي هلته یې خلک ومني. برلېن د نورو جنسونو د خلکو لپاره د ګڼو خوندي ځایونو په لرلو مشهور دی.
خو کاوې کرمانشاهي چې برلېن کې د کډوالو لېس مېګراس مرستندویه ادارې سره کار کوي وايي چې دغو خوندي ځایونو ته تر ډېره کډوال لاسرسی نه لري.
"پناه غوښتونکي او کډوال تر ډېره د حکومت پر مالي مرستو تکیه وی چې کچه یې دومره ډېره نه ده، نو دوی د دې وس نه لري چې د نورو جنسونو خلکو لپاره ځانګړي ځایونو ته ورشي، لکه شراب خونې، چای خونې او د نڅا کلبونه…"
دی زیاتوي: "بله ستونزه دا ده چې دغه ډول ډیری ځایونو د همجنس خوښو سپین پوستو سړیو لپاره خوندي ګڼل کېږي نو د ترانسجېندر ښځې لپاره چې سپین پوستې هم نه وي ننګونې زیاتې دي. د ژبې ستونزه هم ده."
د اېلا د پناه غوښتنه لومړیو کې و نه منل شوه، د ښاغلي کرمانشاهي په باور دا یوه عادي پایله ده چې نژدې هر پناه غوښتونکی وسره مخېږي.
دی زیاتوي: "داسی ناسم باور دی چې د ترانس ټولنې خلک کولی شي دننه ایران کې د عملیات له امله خپل جنسیت بدل کړي او ازاد ژوند وکړي، همدا یې د پناه پر غوښتنې ناسم اغېز کوي."
کاوې کرمانشاهي وايي: "حقیقت کې دننه په ایران کې د ترانسجېندر ټولنې خلک باید لومړی تېراپي وکړي (رواني مرسته ترلاسه کړي) او تر ډېره د رواني ډاکټر لخوا شوی وړاندیز یې برخلیک تاکي. آن هغه خلک چې غواړي عملیات وکړي باید کلونه کلونه انتظار وکړي تر څو یې نوبت راشي."
د تېراپۍ بهیر چې دا مالوموي ایا عملیات ته اړتیا لرې کنه، تر ډېره بې کفایته دی او رواني ډاکټران یې هم وروستي او تازه مالومات نه لري.
ډېری وخت خلک عملیات ته مجبوره کېږي، ځکه ایران کې د قانون له مخې تر هغې چې عملیات و نه شي او جنسیت بدل نه شي د هویت کارتونه نه ورکول کېږي.
باران ایرانۍ ترانسجېندر ښځه ده چې له ۲۰۱۷ راهیسې ترکیه کې اوسېږي.
نوموړې د کډوالې په توګه منل شوې خو د کار اجازه نه لري.
دې ایران ځکه پرېښود چې نه یې غوښتل د جنسیت بدلېدو عملیات وکړي، خو د کورنۍ لخوا مجبوره شوه چې هورمون تېراپي یا درملنه وکړي او دې په ژور خپګان اخته کړه.
زه له خپل بدنه خوښه وم او نه مې غوښتل چې هورمون تېراپي او یا هم عملیات وکړم. باران زیاتوي: "کورنۍ مې راته ویل چې ډاکټر وايي که عملیات ونه کړم نو د ښځې په توګه به مې څوک نه پېژني."
باران وايي ترکیه کې هم حالت ورته وو. هغه پولیس افسر چې د دې د پناه غوښتنه یې ارزوله د همجنس خوښو یا ترانسجېندر خلکو په اړه هېڅ مالومات نه لرل. دا وايي: "هغه راته په وار وار دا ویل چې باید عملیات وکړم چې کیسه ختمه شي."
اېلا هم جرمني کې له ورته ستونزو سره مخ شوې وه او شکایت یې کړی وو چې د جنسي هویت په اړه یې پوښتنې کېږي.
لیزا شلوز د ۲۰۲۱ په جولای کې د اېلا له ځانوژنې څو میاشتې وړاندې د هغې لیدو ته ورغلې وه.
"هغې د هورمون تېراپي یا درملنه پیل کړې وه، او د بدلون لومړۍ نښې په کې ښکارېدې. هغه ډېره ښکلې ښکارېده او ښایسته جامې يې په تن وې."
اېلا خوشاله برېښېده او لیزا یې د خپل خوښې سوشي رستورانت ته وروبلله.
دا وايي:"پوهېدم چې سوشي خواړه یې څومره خوښ دي او تل یې خوړو لپاره ملګرو سره ورتله، نو دا بلنه زما لپاره د درناوي په مانا وه."
هغه مهال اېلا په زده کړې بوخته وه چې له پای ته رسېدو سره سم به یې کولای شوای د ټېسلا شرکت کې دندې ته غوښتنلیک وړاندې کړي.
په ډېرو رستورانتونو او کېفې ګانو کې له ګڼو دندو وروسته دا د اېلا لپاره فرصت وو چې ښه دنده او منظم عاید ولري.
لیزا وايي: "کله چې د هغې له لیدو وروسته بېرته ستنېدم، نو ځانه سره مې ویل، واه، څومره عالي، د هغې لپاره ډېره خوښه وم."
خو ښکاره ده چې خپله اېلا خوښه نه وه.
ډېری ایراني همجنس پالي او د نورو جنسیتونو وګړي تمه لري چې اروپایي هېوادونه به یې هماغه ډول ومني چې دوی دي، خو ډېر کله حقیقت د دوی د هیلو خلاف وي.
د جرمني قانون له مخې ترانسجېندر پناه غوښتونکي تر هاغه وخته په زېږدیز جنسیت پېژندل کېږي چې د پناه غوښتنه یې نه وي منل شوي.
دا ښايي څو کاله وخت ونیسي. په دې مانا چې تر کلونو اېلا د سړي په توګه پېژندل کېده.
په دې نوي ښار کې هم د اېلا هغه زیار او کړاو ختم نه شو چې د نورو لخوا د منل کېدو له امله یې تېراوه.
لیزا وايي: "برلېن کې یې له ملګرو اورېدل چې هلته هم اېلا پر سړکونو ځورول کېده."
ترانسفوبیا یا د بدل جنسیت خلکو پر وړاندې کرکه تر ډېره تاوتریخوالي ته لار هواروي. د شمېرو له مخې ۲۰۲۱ کې په نړیواله کچه د ترانسجېندر ټولنې ۳۷۰ وګړي وژل شوي چې ۹۶ سلنه یې ښځې دي.
لیزا سره له لیدلو دوه میاشتې وروسته د سپتمبر په ۱۴ اېلا خپل ځان وواژه. دا خبر یې ملګرو لپاره بوږنوونکی وو.
دا وايي، هېڅ مې دا خبره عقل نه منله، فکر مې کاوه چې خوشاله ده، نوې دندې او ښه ژوند ته شېبې شماري. ډېره زړه بوږنوونکې وه.
مایکل هغه کس وو چې په وروستي ځل یې اېلا لیدلې وه، یوازې څو ورځې وړاندې له هغې چې اېلا ځان وواژه. د اېلا کلیزه نومبر کې وه نو مایکل وپوښتله چې کلیزې لپاره تحفه کې څه غواړي؟ هغې ترې د ژمي یوه کورتۍ غوښتې وه.
مایکل وايي ډاډه دی، هغه وخت چې دوی دواړه ګډ سودا لپاره بازار ته ولاړل اېلا د ځان وژنې پلان نه وو جوړ کړی:
"اېلا د پیسو په لګښت کې خورا ډېره دقیقه وه، که چېرته یې د ځان وژنې په اړه هغه وخت پلان درلود نو زه یې لګښت ته نه پرېښودم. دا مې هېڅ عقل نه مني."
هغه ځای کې چې اېلا نېک بیان خپل ژوند واخېست، یو ډول په زیارت اوښتی او خلک د ګلانو ګېډۍ، شمعې او یادښتونه پرېږدي.
خو کرکه لا هم نه ده ختمه. سږ جنورۍ میاشت کې نامالومو کسانو د اېلا قبر وران کړی وو او تر څنګ یې ورته د تېلو او اور وژنې یوه ډبه ايښې وه.
موږ به هېڅکله په دې پوه نه شو چې اېلا ولې په عامه ځای کې خپل ژوند واخېست، خو دا په ډاګه ده چې فکر یې دې ته جوړ شوی وو چې نور نو ژوند بې مانا دی.
دا هم مالومه ده چې هغه له ګڼو ننګونو او کړاوونو تېره شوې وه، لکه د خپل کور کلي پرېښودل، د پناه غوښتنې اوږد او ځنډنی بهیر او د جنسيتي هویت منلو په برخه کې بې شمېره طبي او رواني ډاکترانو سره لیدنې، پر سړکونو د ځورونې پېښې چې هېڅ پای یې نه درلود او داسې نور…
دې له هر څه سره په خندنۍ څېره مبارزه وکړه خو سره له دې چې ځینې مهربانه ملګري یې موندلي وو، ښايي ډېر نور داسې وو چې د دې په څېر مهربانه نه وو.
بي بي سي د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې سره اړیکه ونیوله چې د اېلا قضیې ته غبرګون وښايي، یوې ویاندې یې اوږد ځواب رالېږلی.
هغې ویلي، که څه هم دوی پر هرې قضیې جلا غبرګون نه ښيي، د پناه غوښتنې قضیې جلا او د قانون سره سم په دقیق ډول ارزول کېږي.
هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وي کولای شي اپيل یا د بیا ارزونې غوښتنه وکړي.