زېلینسکي: روسیې ته د تېلو او ګاز بدل کې په وینو ککړې پیسې ورکول کېږي

    • Author, کلایو مایوري او جوئل ګنټر
    • دنده, بي بي سي کيېف

اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي پر ځینې اروپايي هېوادونو له دې کبله نیوکه کړې، چې لا هم له روسیې نفت اخلي.

ښاغلي زېلینسکي له بي بي سي سره مرکه کې هغه اروپايي هېوادونه چې اوس هم له روسیې تیل او ګاز اخلي تورن کړل، چې ''لاسونه یې د اوکرایین خلکو په وینو ککړ دي. ''

نوموړي جرمني او هنګري تورن کړل، چې د روسیې تېلو پر صادراتو د بندیزونو مخنیوی کوي. د یادونې ده چې روسیه هر کال د نفتو له صادراتو ۳۲۶ میلیارده ډالر تر لاسه کوي.

روسي ځواکونه په دا وروستیو کې د اوکرایین پلازمېنې کیېف له شاوخوا او دغه راز د دې هېواد له مرکزي او شمالي سیمو په بشپړ ډول وتلي او داسې ښکاري، چې د ټول اوکرایین نیولو له هڅې لاس پر سر شوي دي.

خو اوس د دې هېواد په ختېځ او سویل کې د یوې خونړۍ جګړې خطر شته، ځکه د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په دې خوا کې د لا زیاتو سیمو پر لاندې کولو تمرکز کوي.

سویلي ښار ماريو پول د روسي ځواکونو له څو اونیو پرلپسې بمباریو وروسته وران - ویجاړ شوی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي له بي بي سي سره خبرو کې د لسګونه زره خلکو وژل کېدو اندېښنه وښووله.

نوموړي بي بي سي ته وویل: ''موږ پوهېږو چې د دې لسګونه زره کسانو وژنې تر څنګ ګڼ شمېر تري تم شوي دي. د دوی اسناد بدل شوي، روسي پاسپورټونه ورکړل شوي او روسیې ته دننه لېږدول شوي، ځینې یې بیا د دوی په ښارونو کې کمپونونو ته استول شوي دي. هیڅوک نه پوهېږي دې خلکو سره څه وشول. هېڅوک خبر نه دي، چې څومره وژل شوي دي. ''

ښاغلی زېلینسکي وايي، په ماریو پول، بوچا او بورودیانکا ښارونو کې د روسي ځواکونو ظلمونو له روسیې سره د سولې خبرې نورې هم پیکه کړې دي.

څه باندې یوه اونۍ مخکې اوکراییني ځواکونو بوچا ښارګوټی له روسي ځواکونو بېرته ونیو او هلته د سلګونو ملکي کسانو مړي وموندل شول.

د رپوټونو له مخې دغه ډېری کسان داسې حال کې وژل شوي، چې لاسونه یې تر شا تړل شوي او پر سرونو یې ډزې شوې او دغه راز د جنسي زور زیاتي رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

ښاغلي زېلینسکي وویل:

''بوچا (د سولې احتمالي خبرو) درېدو لامل کېدای شي. دا زما له امله نه دی، بلکې د روسیانو له کبله دی، دوی به له موږ سره د سولې خبرو ډېر چانسونه و نه لري. نوموړی وايي، کله چې یې د بوچا ښار لیدنه کوله نو د (ورځې په پای کې یې د روسي پوځیانو لپاره له کرکې پرته '' په ذهن کې هېڅ نه وو پاتې.

نوموړي ولسمشر پوتین او ''له سره تر پایه '' ټول روسي ځواکونه جنګي ''جنایتکاران '' وبلل.

نوموړي د خپل مشرتابه هغو پرېکړو دفاع وکړه، چې په فبرورۍ کې یې د روسي ځواکونو یرغل پر مهال وکړې او له اوکرایینیانو یې وغوښتل چې ارام واوسي.

د ده په وینا حکومت یوه لور ته د وسلو ترلاسه کولو پر چاره بوخت و، نو بل لور یې د یوې داسې وېرې پر شنډولو کار کاوه، چې خلکو پر بانکونو چپاو و نه کړي، چې د اوکرایین اقتصاد ورسره بې ثباته نه شي.

ولسمشر زېلینسکي وايي: ''دا هغه څه دي چې روسیې غوښتل، بلکې نه یوازې دا چې روسیې غوښتل، موږ اجازه ور نه کړه، چې داسې وشي. موږ د داسې یوه پراخ یرغل تمه نه کوله. ''

روسیه اوس هڅه کوي په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو وروسته د اوکرایین په ختیځ کې نورې سیمې لاندې کړي.

ولسمشر زېلینسکي وايي، په ختېځ کې وضعیت خورا کړکېچن دی، خو په وینا ''همالته زموږ پیاوړې (پوځي) ډلګۍ هم شته، دوی موږ ته زیان رسولای شي، خو موږ به یې ځواب ورکړو. دوی به زموږ خلک ووژني، خو دوی به هم وژل کېږي. زه نه پوهېږم ولې او د څه لپاره، زه نه پوهېږم دوی ولې دلته راغلي. ''