ملګري ملتونه: ختيځه افريقا کې ۱۳ ميليونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي ختيځه افريقا کې ۱۳ ميليونه وګړي د دوامدارې وچکالۍ له امله له سختې لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام هم ويلي چې د حاصلاتو خرابوالی او د خوراکي توکو کمښت کورنۍ دې ته اړ کړې دي چې له خپلو سيمو ووځي او دوی وايي د بشري ناورين د مخنيوي لپاره بېړنيو مرستو ته اړتيا ده.
دغه سيمه له دريو پرله پسې کلونو راهيسې د باران له کمښت سره مخ ده او وچکالي هم دوام لري.
په ايتوپيا، سوماليا او کينيا کې فصلونه وچ شوي، څاروي مړه شوي او ۱۳ میليونه خلک اوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
په دې سيمو کې د خوراکي توکو بيې مخ په لوړېدو دي او د حاصلاتو د کموالي له امله کرنيزو برخو کې کارګرو ته اړتيا کمېږي او پر هغو کورنيو فشار لا نور په زياتېدو دی چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په سيمه کې له بېړنيو مرستو پرته د بشري ناورين مخنيوی ناشونی دی.
د ملګرو ملتونو نړيوال خوراکي پروګرام د ۳۲۷ ميليونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
په کينيا کې د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام مشر شان هيوز وايي، سيمه د اقليمي بدلون سربېره له پراخو جګړو او ناامنيو سره مخ ده، چې دا کولی شي د کورونا وبا تر څنګ وضعيت نور هم خراب کړي.
د نوموړي په وينا، د کورونا ناروغۍ له پيل راهيسې په سيمه کې د ماشومانو او ميندو تر منځ د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې او کاري فرصتونه ګډوډ شوي دي.












