تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتين د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې
د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین له خپل تاجک سیال امام علی رحمان، سره په ناسته کې ویلی دي د افغان تاجک د پولو اوږدو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري او همدا دلیل دی چی له ښاغلي رحمان سره به په منظمه توګه په اړيکه کې وي.
د روسیې د خبري اژانس تاس په رپورت کې راغلي چې د همدې غونډې پر مهال ښاغلي پوتین ویلي چې د تاجکستان او روسیې تر منځ امنیتي همکاري د پراخېدو په حال کې ده.
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو او واک ته د طالبان له رسېدو وروسته روسیه د مرکزي اسیا هیوادونو ته د اسلامي سخت دریځو د احتمالي ورتګ څخه اندېښنه لري له دې کبله روسیه هڅه کوي چې د تاجکستان په سویل کې یو دفاعي سپر جوړ کړي.
ښاغلي پوتین د تاجکستان ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، زمونږ د موافقې په اساس د تاجکستان وسله والو ځواکونو ته یو اندازه وسلې او تجهیزات ورکړل شوي دي، تر څو تاجکستان وکولی شي د هر ډول ګواښ پر وړاندې چې له بهره تاجکستان ته متوجه وي په اغېزمنه توګه مقابله وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته روسي پوځیانو د افغانستان سره پر پوله د تاجکستان، اوزبکستان او قرغزستان د ځواکونو سره څو ځلې پوځي تمرینونه کړي دي.
تاجکستان چې د افغانستان سره څه دپاسه ۱۳۵۰ کیلومتره پوله لري په وار وار یې په افغانستان کې د ناامنیو او جګړو په وجه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم طالبانو وړاندې ویلي چې هغوی ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښوي خو د افغانستان شمالي ګاونډیان په افغانستان کې د مېشتو اسلامپالو د بریدونو څخه اندېښنه لري.