د نړیوال بانک مرستندویانو خیریه ادارو ته د افغانستان له کنګل شوې شتمني د ۲۸۰ میلیونه ډالرو ورکولو پرېکړه تایید کړې

.
د عکس تشریح، نړیوال بانک د بیارغاونې په پروژو کې رغنده ونډه درلوده

نړیوال بانک چارواکي وايي، مرستندویه ادارو ته د افغانستان له کنګل شوې شتنمۍ د ۲۸۰ میلیونو ډالرو ورکولو په تړاو پرېکړه تایید شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د نړیوال بانک یوه ویندوی له قوله ویل شوي، چې د جمعې پر ورځ په نړیوال بانک کې د افغانستان بیا رغاونې صندوق 'اې ار ټي ایف ' سره مرسته کوونکو هوکړه وکړه چې د دې کنګل شوې پانګې یوې برخې په هکله تر دسمبر لسمې نېټې پورې پرېکړه وشي.

دا پانګه په اګست میاشت کې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کنګل شوې وه.

له دې مخکې پر چهارشنبه د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د سرچینو له قوله ویل شوي و، چې دا ۲۸۰ میلیونه ډالر به د خوړو نړیوال سازمان او د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونېسف ته په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ورکړل شي.

د نړیوال بانک ویندوی په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې د جمعې پر ورځ اې ار ټي ایف پروګرام ته بسپنه ورکوونکو هېوادونو استازه په یوه غونډه کې هوکړه وکړه، چې د دې پیسو لېږد لړ کې باید یوه اونۍ کې پرېکړه وشي.

د امریکا خزانې وزارت هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، چې دې پروګرام کې تر ټولو زیاته بسپنه ورکوونکی هېواد دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو مالي ادارو او مرستندویه ادارو د دې هېواد میلیاردونه ډالره شتمني کنګل کړه، چې له کبله یې د دې هېواد اقتصاد د سقوط ژۍ ته رسېدلی او د ملګرو ملتونو په ګډون مرستندویه ادارې د ساړه ژمي له راتګ سره د سخت بشري ناورین وېره څرګندوي.

د افغانستان چارو ماهرین وايي، د نړیوال بانک له لوري له مرستندویانو ته د دې پیسو ورکړه به تر یوه بریده مرسته وکړي، خو په وینا یې د امریکايي بندیزونو له کبله د مالي ادارو له ښکېلتیا پرته به افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد او کاروولو څرنګوالي په تړاو پوښتنې لا هم پر ځای پاتې وي.