شمالي کوریا د جاپان اوبو کې توغندیز ګوزارونه کړي

د سویلي کوریا پوځ وايي، شمالي کوریا د جاپان ساحل ته نژدې سمندر کې له اوبتلونو د بالسټیک توغندیو ګوزارونه کړي دي. دا ګوزارونه له هغه څه اونۍ وروسته کېږي، چې شمالي کوریا د ورته وسلې درلودلو اعلان وکړ.

پیونګ یانګ په تېره جنورۍ میاشت کې له اوبتلونو د توغول کېدونکو 'نویو ' توغندیو درلودلو اعلان وکړ او دا یې 'د نړۍ تر ټولو زوروره وسله ' وبلله.

رپوټونو کې ویل شوي، په ورته مهال د شمالي کوریا پر موضوع سوول کې د سویلي کوریا، جاپان او امریکا څارګرو ادارو مشران غونډه کوي.

شمالي کوریا دا وروستیو کې ګڼ شمېر وسلې ازمایلې چې د ادعا له مخې د غږ پرتله چټک او کروز توغندي او دافع هوا وسلې پکې شاملې دي.

دې کې ځینې داسې وسلې هم شته، چې ازموینه یې له نړیوالو بندیزونو سرغړوونه ده.

په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو او اتومي وسلو ازموینې لړ کې پر شمالي کوریا سخت بندیزونه لګولي دي.

د سویلي کوریا لوی درستیز د سې شنبې پر ورځ وویل، یو توغندی د شمالي کوریا په ختیځ کې له سینپو سیمې توغول شوی، چې شمالي کوریا پکې معمولاً خپل اوبتلونه ساتي او په ختیځ سمندر کې لګېدلې چې د جاپان سمندر په نامه هم یادېږي.

جاپانی لومړی وزیر فومیو کیشیدا بیا وايي، دوه توغندي ویشتل شوي دي او نوموړې دا 'د سختې پښېمانۍ وړ ' عمل بللی.

شمالي کوریا د توغندیو دا ګوزارونه داسې مهال کوي، چې سویلي کوریا هم د ورته توغندیو درلودلو خبره کوي او د ماهرینو په وینا د کوریاګانو تر منځ د وسلو زېرمه کولو د سیالۍ مانا لري.

سویلي کوریا پلازمېنه سوول کې روانه اونۍ د وسلو یو نندارتون پرانیستل کېږي، چې د دغه هېواد چارواکي یې د هېواد په تاریخ کې تر ټولو لوی دغه ډول نندارتون بولي.

سویلي او شمالي کوریا په تخنیکي توګه لا هم په 'کوریا جګړه ' کې دي، چې ۱۹۵۳ کال کې له یوه اوربند سره پای ته ورسېد، کوریا پر دوو هېوادونو ووېشل شوه او سویلي کوریا د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ تر لاسه کړ.