تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنه وايي، د طالبانو نوی حکومت 'نه ټولشموله دی او نه هم استازیتوب کوي'
اروپايي ټولنې پر چهارشنبه د طالبانو له لوري پر نوي رامنځته شوي سرپرست حکومت نیوکې کړې او په وینا یې د افغانستان ګڼ توکمیزې ټولنې استازیتوب نه کوي او نه هم ټولشموله دی.
د اروپايي ټولنې ویاند په یوه اعلامیه کې وویل:
''دا هغسې چې موږ تمه کوله او دا وروستیو اونیو کې یې طالبانو ژمنه کړې وه، د افغانستان د بډایه توکمیزې او مذهبي ټولنې استازیتوب نه کوي او نه هم ټولشموله دی. ''
بل لور په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت له اعلان وروسته امریکا ویلي، د دې ډلې لخوا د جوړې شوې کابینې ځینو غړو کسانو په اړه اندېښنې لري.
افغان طالبانو د سې شنبې پر ورځ د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې د غړو په ګډون ۳۳ تنه نوي چارواکي اعلان کړل.
خو د نوې کابینې مشر ملا محمد حسن اخوند پخپله د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دی.
همدا راز د طالبانو لخوا د کورنیو چارو لپاره معرفی شوی وزیر، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، اېف بي ای ته د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د کابینې لېست یې لیدلی او پام یې دی چې ټول غړي یې طالبان او یا هم دې ډلې ته نږدې کسان دي.
د امریکا حکومت همدا راز د طالبانو په کابینه کې د ښځو نشتون ته هم اشاره کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې د طالبانو خبرو ته نه، بلکې د دوی عمل ته په کتو به یې په اړه قضاوت کېږي.
امریکا یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې په شرایطو برابرو کسانو ته دې اجازه ورکړي چې په خوندي توګه له افغانستان ووځي، او د افغانستان پر خاوره د ترهګرو د فعالیت اجازه باید ورنکړي.
له 'ټولشموله حکومت' تر 'اسلامي امارت'
طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنخلسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه کړې و، او دوه ورځې وړاندې وروستی پاتې ولایت پنجشېر له نیولو وروسته پر ټول افغانستان واکمن شول.
طالب چارواکو د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې بیا بیا ژمنه کړې وه چې یو ټولشموله حکومت به جوړوي.
خو په هغه لېست کې چې سه شنبه د طالبانو لخوا اعلان شو، د نوي حکومت ټول غړي یې پخواني طالب چاواکي او یا هم دې ډلې ته نږدې کسان دي.
همدا راز د نوي حکومت ډېری غړي پښتانه دي او د نورو قامونو کسان پکې نشت حساب دي.
همدا راز د ښځو چارو وزارت هم د طالبانو په حکومت کې نشته، او کابینه کومه بله ښځینه غړې هم نه لري.
په ورته مهال د طالبانو د کلتوري کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق بي بي سي ته ویلي، نوی حکومت به 'اسلامي امارت' وي او امیر المومنین به پر خپل ځای وي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان، روسیې، چین په ګډون ټرویکا-پلس او ځینو نورو هېوادونو په ښکاره ویلي وو چې افغانستان کې به د طالبانو اسلامي امارت ورته د منلو نه وي.