بنګله دېش کې پر واده تندر غورځېدو کې ۱۷ کسان مړه شول

بنګله دېش کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې پر واده د تندر غورځېدو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او د زوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي.
تندر په داسې مهال غورځېدلی چې د زوم له کور ورا په ناوې پسې روانه وه.
ویل کېږي وراڅي(وراباڼي) په شبګنج ښارګوټي کې له بېړۍ تر کوزېدو وروسته د ناوې کور ته روان وو چې تندر پرې وغورځېد.
ځايي خلک وايي، پر ورا څو تندر وغورځېدل.
سوېلي اسیا کې هر کال سلګونه کسان د تندر له امله مړه یا ټپي کېږي.
پر ۲۰۱۶ کال بنګله دېش هغه مهال تندر طبیعي ناورین وباله چې په یوه ورځ د ۸۲ کسانو په ګډون په مۍ میاشت کې ټول ۲۰۰ کسان تندر غورځېدو کې مړه شول.
کارپوهان وايي، ځنګل وهل د مرګوني تندر پېښو زیاتېدو کې رول لري، ځکه هغه ډېرې دنګې ونې له منځه تللې چې پخوا به یې تندر جذباوه.
له تندر د خوندیتوب لارښونې

د عکس سرچینه، AFP/GETTY
- ودانۍ یا لږ تر لږه موټر کې پناه واخلئ
- پراخې او پرانیستې فضا او دغه راز د غونډیو له سر ځان وباسئ
- که نږدې کومه سرپنا نه وي، نو پښې سره نږدې کړئ، دواړه لاسونه پر زنګنو کېږدئ او سر پکې پناه کړئ. (ځان د امکانتر حده کوچنی هدف وګرځوئ.)
- تر لوړو او یوازې ولاړو ونو لاندې پناه مه اخلئ.
- که په اوبو (سیند یا سمندر) کې یاست، هر څه ژر ځان کڅ ته ورسوئ.






