تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران خوزستان مختلفو ښارونو کې د اوبو کمښت له امله خلکو 'مظاهرې وکړې'
د خواله رسنیو انځورونه د ایران د خوزستان ولایت هغو مختلفو ښارونو کې د خلکو مظاهرې او لاریونونه ښيي چې ویل کېږي ډېری سیمې یې د اوبو له کمښت سره مخ دي.
ځینې دې تصویرونو کې چې بي بي سي یې پخپله تاییدولی نه شي، امنیتي ځواکونه ښکاري او کله کله د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
دا لاریونونه د ایران مختلفو ښارونو کې د کارګرو د لوږتړ یا اعتصاب او د مالدارو او کرنګرو د تېرو څو اونیو د اعتراضي غونډو برخه دي، چې لامل یې ګرم دوبی، د کورونا پنځمه څپه، د برېښنا پرلپسې تلل، اقتصادي ځوړ او ټاکنو کې کم ګډون پسې پراخ خپګان دی.
د پنجشنبې په شپه ټوېټري انځورونه د اهواز، ابادان، ماهشهر، حمیدیه او سوسنګر په ګډون د خوزستان ولایت مختلفو ښارونو کې د اوبو له نشتوالي د خلکو مظاهرې ښيي.
دغو انځورونو کې له پولیسو سره د خلکو ټکر هم ښودل کېږي.
یوه ویډیو کې چې توره تیاره کوڅه کې شوې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
نورو ویډیوو کې په سړکونو کې د پلستیک سوځول تر سترګو کېږي.
ځینې رپوټونه وايي، د ورځې اوږدو کې خلکو د ځینې سړکونو د بندولو هڅه هم وکړه.
د خوزستان د بېګا شپې د مظاهرو اصلي لامل د اوبو کمښت بلل شوی.
وروستیو اونیو کې د ګرم دوبي له امله پر مالدارو او کرنګرو سخت فشار و، خو او س عادي خلک هم د اوبو کمښت سره لاس ګرېوان دي او د اوبو پر ناسم مدیریت نیوکې کوي.
د چارشنبې په ورځ ځینې کرنګرو او مالدارو د اصفهان والي دفتر مخ ته غونډه کې خپل څاروي ووژل او وینه یې پر سړک وبهوله.
مشهد، اصفهان، یزد، کرمان او شېراز هغه ښارونه دي چې مالدارو پکې وروستیو اونیو کې مظاهرې وکړې.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي: "هېواد مو سږکال بې مخینې وچکالۍ سره مخ دی او د باران کچه د تېر کال پرتله ۵۲ سلنه کمه ده. "
حکومت د اوبو کمښت تېره میاشت کې د برېښنا پرلپسې تللو لامل بولي او د همدې ستونزې له امله هم د ایران مختلفو ښارونو کې مظاهرو سره د حکومت ضد شعارونه ورکول کېږي.
دا لاریونونه په داسې مهال دي چې د ایران د تېل، ګاز او پیتروکیمیکل صنعت کارګرو هم بې ساری لوږتړ یا اعتصاب پیل کړی دی.
د قراردادي کارګرو له خوا د ۱۴۰۰ کال کمپاین په نوم دا لوږتړ له اونیو راهیسې روان دی.
د دې صنعت کارګر په کمه تنخا او سختو کاري شرایطو نیوکې کوي.