لسګونه امریکايي شرکتونه د یوه 'ستر سایبري' برید هدف ګرځېدلي

انټرنېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د سایبري امنیت 'هانټرېس لبز' شرکت وايي د امریکا متحدو ایالتونو کې د باج اخیستو لپاره پر شاوخوا ۲۰۰ کاروبارونو "ستر" سایبري برید شوی دی.

د دغه شرکت په وینا هکرانو لومړۍ فلوریډا کې د کاسیا (Kaseya) په نوم د مالوماتي ټکنالوجۍ یو شرکت په نښه کړی او بیا یې د شبکو له لارې هغو نورو شرکتونو ته لاسرسی موندلی، چې د کاسیا سافټویرونه کاروي.

کاسیا پر خپل ویبپاڼه لیکلي چې د دغه "بالقوه برید" په اړه څېړنه کوي.

هانټرېس لبز وايي دوی پر دې باور دي چې دا برید به د 'ار اېویل' په نوم روسۍ باج غوښتونکې ډلې کړی وي.

له دې سره د امریکا د امریکا د سایبري او زیربنايي امنیت دولتي ادارې هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه برید پر وړاندې مقابلې ته یې مټې رانغښتې دي.

د دغه سایبري برید څرک د جمعې تر غرمې وروسته داسې مهال ولګېد چې د امریکا لروبر شرکتونو له شنبې تر سې شنبې د خپلواکۍ ورځې رخصتیو ته چمتوالی نیوه.

د مالوماتي ټکنالوجۍ کاسیا شرکت ویلي ښايي د دوی یو اپلیکیشن چې د شرکتونو سرورونه، ډسکټاپ کمپیوټرونه او د شبکې وسایل چلوي، په نښه شوی وی.

دغه شرکت خپلو هغو پېرېدونکو ته چې د دوی 'وي اېس اې' اپلیکېشن کاروي، سپارښتنه کړې چې خپل سرورونه سملاسي خاموش کړي.

انټرنېټ

د عکس سرچینه، WEBROOT

کاسیا خپله اعلامیه کې ویلي چې له دغه سایبري برید "کم شمېر" شرکتونه اغېزمن شوي دي.

خو دا به داسې حال کې ده چې هانټرېس لبز د اغیزمنو شویو شرکتونو شمېر له ۲۰۰ پورته بللی او ویلي یې دي چې دا شمېر لا هم په لوړېدو دی.

تر اوسه مالومه نه ده چې په دغه سایبري برید کې کوم کوم شرکتونه اغېزمن شوي دي. د کاسیا یوه استازي بي بي سي سره خبرو کې په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د مالوماتي ټکنالوجۍ د دغه شرکت پر ویبپاڼه لیکل شوي چې په ۱۰ هېوادونو کې تر ۱۰ زرو ډېر پېرېدونکي لري.

په هانټرېس لبز کې د امنیتي چارو سرڅېړونکي جان هامونډ رویټرز خبري اژانس ته په یوه بریښنالیک کې دا سایبري برید "خورا ستر او ویجاړونکی" بللی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت جینوا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خپله لومړنۍ لیدنه کې هغه ته ویلي و نوموړی د هغو سایبري بریدونو د کنټرول مسئول دی چې له روسیې سرچینه اخلي.

ښاغلي بایډن وايي د روسیې ولسمشر ته یې له اوبو رانیولې تر برېښنا پورې د هغو ۱۶ حساسو زېربنايي برخو نوملړ سپارلی چې به هېڅ صورت باید سایبري برید پرې ونه شي.

"ار اېویل" چې د سودینوکیبي په نوم هم پېژندل کېږي، نړۍ کې د سایبري جرمونو له ډېرو فعال ډلو ده.

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (ایف بي ای) ویلي، دې ډلې تېره می میاشت د نړۍ په کچه د غوښې د کاروبار تر ټولو ستر شرکت 'جي بي اېس' هم د سایبري برید په وسیله له پښو غورځولی و.

دا ډله وخت ناوخت شرکتونه پر دې ګواښي چې که غوښتنې یې ونه مني، نو غلا شوي اسناد به یې پر خپله ویبپاڼه خپاره کړي.

د هکرانو "ار اېویل" ډله په ۲۰۱۹ کال د امریکا ټکزاس ایالت کې له ۲۰ پر ډېرو دولتي ادارو په همغږه سایبري برید کې هم ښکیله بلل شوې وه.