د کانګرس اټکل: د امریکا د بودیجې کسر بیا ۳ تریلیون ډالرو ته رسېږي

ډالر

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د کانګرس څېړنیزه اداره اټکلوي چې د دغه هېواد د فدرالي بودیجې کسر به دویم پرلپسې کال او تر ډېره له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره د حکومت د اقتصادي خوځښت د بستو له امله درې تریلیون ډالر وي.

د کانګرس د بودیجې دفتر د پنجشنبې په ورځ خپل رپوټ کې اټکل وکړ چې پر ۲۰۲۱ کال فدرالي حکومت ۶.۸ تریلیون ډالر لګښت لري، خو عاید به یې ۳.۸ تریلیون وي.

د ناخالص کورني تولید ۱۳.۴ سلنې سره برابر د بودیجې دا کسر که څه هم د ۲۰۲۰ کال د بودیجې له کسر لږ څه کم دی، خو د ۲۰۱۹ کال فدرالي بودیجې د کسر درې برابره او تېرو څو لسیزو کې بې مخینې دی.

د کانګرس د بودیجې دفتر په خبره، امریکا کې د کورونا وېروس د خپرېدو بهیر په سستېدو او د اقتصادي چارو بیا پیلېدو سره تمه ده چې حکومت ډېر عاید ولري او په ټول کې د بودیجې کسر لږ کم شي.

د امریکا د بودیجې کسر پر ۲۰۲۰ کال ۳.۱۳ تریلیون ته ورسېد.

د روان مالي کال لومړنیو اتو میاشتو کې دا کسر له ۲.۶ تریلیون ډالرو پورته شو، په داسې حال چې د امریکا د حکومت پورونه له ۲۸ تریلیون ډالرو پورته شوي دي.

د کانګرس د بودیجې دفتر روان کال کې د امریکا کورني ناخالص تولید کې د مثبت بدلون اټکل کوي او زیاتوي د ۲۰۲۱ کال تر پای به نږدې ۷.۴ سلنې ته ورسېږي.

دغه رپوټ کې راغلي چې د بې کارۍ کچه هم کمه شوې او تر ۲۰۲۲ کال به نږدې څلور سلنې ته ټيټه شي.

د روان کال د بودیجې د کسر لویه برخه د هغې نږدې دوه تریلیون اقتصاد خوځوونکې بستې له امله ده چې سږني مارچ کې ولسمشر بایډن تصویب کړه.

د دې طرحې له مخې ۱۴ سوه ډالري چکونه هغو ډېرو کسانو ته واستول شول چې تر ټاکلې اندازې یې عاید کم و.

ښاغلي بایډن او د ډیموکراټو او جمهوریپالو سناتوران یوې ډلې د داسې پنځه کلنې طرحې پر کلیاتو هوکړه کړې چې تر یو تریلیون ډالرو ډېر ارزښت لري او د نويو بېخ بنسټو یا زېربنانو د رغولو او جوړولو لپاره به وکارېږي.

د دې طرحې له مخې له درې سوه میلیارد ډالرو ډېرې پیسې د ټرانسپورټي پروژو لپاره پام کې نیول کېږي.

۲۶۶ میلیارد ډالر هم د انرژۍ، ډیجیټل او ژواک چاپېریال لپاره ځانګړې شوې دي.