کویت کې یو کس پر سخته ګرمۍ د نیوکې له کبله زنداني شو

د عکس سرچینه، EPA
کویت کې امنیتي چارواکو هغه کس ونیو چې له سختې ګرمۍ د شکایت لپاره یې خواله رسنیو کې ویډیو خپره کړې وه.
دا ویډیو اول ټیک ټاک او بیا ټوېټر کې خپره شوه، چې پکې دا کس د شګو توپان کې موټروانۍ سره خاندي او سختې ګرمۍ ته بدر رد وايي.
کویت کې سږ کال تر پنځوس سانتي ګراد هوا ډېرې ګرمېدو سره دا هېواد له خورا سختې ګرمۍ سره مخ دي.
د کویت کورنیو چارو وزیر ټوېټ کې ویلي، د دې سپکوونکې ویډیو کس سره به قانوني چلن وشي.
د ګلف نیوز د رپوټ له مخې ځايي رسنۍ وايي، دغه مصری توکمه به له کویت و اېستل شي.
د خلیج دا لږ وکړی ملت پر بهرنیو کارګرو ولاړ دی، خو د انساني حقونو څارډلې پرې نیوکې کوي چې دا کارګر پوره قانوني خوندیتوب نه لري.
خواله رسنیو کې د دغه کس د ویډیو خپرېدو پسې د نوموړي د ملاتړ لپاره ځینې کارنو هم د خپلو ویډیوو شریکولو سره له سختې ګرمۍ شکایت کړی دی.









