عشق اباد د بهرنیو کارګرو لپاره تر ټولو ګرانبیه ښار شو

عشق اباد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر ټولو ګرانبیه ښارونو کې له عشق اباد وروسته هانګ کانګ، بیروت او توکیو دي.

د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد د بهرنیو کارګرو لپاره د اوسېدو د لګښت، لیږد را لیږد او خوړو له مخې د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ښار شو.

تېر کال د دغې ډلبندۍ په سر کې هانګ کانګ و خو اوس عشق اباد- چې یواځې یو میلیون نفوس لري- ټاکل شوی دی.

دې ډلبندۍ کې عشق اباد له توکیو هم مخکې شو او د هغو کسانو لپاره چې د کار او کسب لپاره عشق اباد ته تللي دي، د نړۍ تر ټولو ګرانبیه ښار شوی دی.

د مرسر سلاکارانو ډله چې هر کال دغه درجه بندي اعلانوي، د ۲۰۲۱ کال لپاره یې د کارګرو لپاره د نړۍ تر ټولو ګرانبیه څلور ښارونه په دغه ډول اعلان کړي دي چې عبارت دي له عشق اباد، هانګ کانګ، بیروت او توکیو.

دغه درجه بندي د اوسېدو، لیږد را لیږد او خوړو د لګښت له مخې د نړۍ په ۲۰۹ ښارونو کې جوړه شوې ده.

د مرسر سلاکارانو ډله وايي د دغه لړلیک د جوړولو لپاره یې له ۲۰۰ د ډيرو توکو او خدمتونو بیې څېړلې دي چې پایله یې په ټوله نړۍ کې له شرکتونو او دولتونو سره مرسته وکړي چې د خپلو کارکوونکو د لګښتونو په اړه چې دغو ښارونو ته ورغلي دي، داسې پریکړه وکړي چې له واقعیت سره نږدې وي.

دغه درجه بندي د هغو کسانو د ژوند د لګښتونو لپاره ځانګړې ده چې له خپل استوګنځي بهر په نورو ښارونو او هېوادونو کې د یو کار یا ماموریت لپاره مېشت شوي دي.

د مرسر د لړلیک لومړني لس ښارونه ټول هغه ښارونه دي چې اوس مهال د اقتصادي ودې مرکزونه بلل کېږي او پکې د ژوند او اوسېدو بیې د لوړېدو په حال کې دي.

خو په عشق اباد کې د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دغه ښار د اقتصادي ودې او پراختیا پرتله تر ډېره د اقتصادي ستونزو له امله دي او په همدې خاطر د مرسر د لړلیک د لومړنیو لسو ښارونو په ډله کې، عشق اباد جلا تر سترګو کېږي.

عشق اباد د نږدې یو میلیون وګړو ښار دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عشق اباد د نږدې یو میلیون وګړو ښار دی.

د مرسر سلاکارانو له ډلې ژان فیلیپه سيرا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په عشق اباد کې "لوړ سیمییز توارم" د دې لامل شوی چې دغه ښار د تېر کال له دوهمې درجې سږ کال لومړۍ درجې ته ولاړ شي.

ترکمنستان چې د واکپال دولت او همداراز د ګازو د غني سرچینو په درلودلو سره مشهور دی، کلونه کېږي چې اقتصاد یې له بنسټیزو ستونزو سره مخ دی او دغه وضعیت د منځنۍ اسیا د دغه هېواد ډیری ښارونه له بې وزلۍ سره مخ کړي دي.

تېر کال د بشري حقونو د څار سازمان راپور کورونا ته د هغه عامل په توګه اشاره وکړه چې "په ترکمنستان کې یې خوراکي توکو ته د لاسرسي پخوانی کړکیچ په شدت سره ډېر کړی دی."

د عشق اباد په مقابل کې، د قرغزستان پلازمینه بیشکک د مرسر د لړلیک په پای کې ځای لري او دا په دې مانا دی چې دغه ښار د بهرنیو کارګرو لپاره د نړۍ تر ټولو ارزانه برخه یا ښار دی.