"درې نیم لکه کسانو کې" هغه سړی چې خزانه یې ومونده

خزانه

د عکس سرچینه، Getty Images

ناپېژاند سړي د سرو سپینو او نورو ګرانبیه توکو هغه خزانه ومونده چې له لسو کلونو مخکې د عتیقه اثارو کلیکسونر په راکي غرونو کې پټه کړې وه.

خزانه د میسو یا برنزو داسې صندوق کې ده، چې په ۱۳ میلادي پېړۍ کې جوړ شوی دی.

دا صندوق له سرو سپینو سره ۹ کیلوګرامه وزن لري.

دا صندوق د ناویاتو یا کمیابو سیکو، یاقوت، زمروت، الماس، عتیقه مجسمو او له تاریخ مخکې طلايي هندارو په ګډون له پخوانيو ګرانبیه ډبرو ډک دی.

دې صندوق کې د ګرانبیه توکو ارزښت له یو میلیون ډالرو ډېر اټکل شوی دی.

د عتیقه اثارو کلیکسونر ۸۹ کلن فارسټ فن له لسو کلونو ډېر مخکې دا صندوق په غره کې په دې هیله پټ کېښود، چې یو نه یو څوک یې پیدا کړي.

فن

د عکس سرچینه، MOST WANTED/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، فن خپل ۲۴ بنده شعر کې د دې خزانې د موندلو لپاره ۹ نښې ویلې وې.

د نوې مکسیکو دا میلیونر وايي، دا خزانه یې راکي غرونو کې د ستورو د خیمې لاندې د لویو ډبرینو غرونو په ځنګلیزو شنو کې وه. او له دې ځای نه چې ما لس کاله وړاندې پټه کړې وه ښورېدلې نه وه.

ښاغلي فن ویلي، د خزانې موندونکی نه غواړي چې وپېژندل شي، خو ده ته یې د صندوق انځورونه استولي او اوس باوري دی چې دا خزانه موندل شوې ده.

نوموړی وايي، د خزانې د پټولو یوه موخه یې هم طبیعت ته د خلکو بلل و.

ښاغلي فن هغو کسانو ته مبارکي ویلې چې دې سیالۍ کې یې ګډون کړی دی.

نوموړي له یوې ځايي رسنۍ سره خبرو کې ویلي: ټیک نه پوهېږم، لږ خوشال یم. خو لږ خپه هم یم چې نور دا لټون تمام شو.

د خزانې موندلو نښې

خزان

د عکس سرچینه، copyrightCBS

د عکس تشریح، ۵۳ کلن جېف مورفي د ۲۰۱۸ کال پرورۍ کې د دې خزانې د موندلو په لټه څلورم کس و چې مړ شو.

نوموړي د دې خزانې ۹ نښې هم په هغه ۲۴ بنده شعر کې ویلې وې، چې د نوموړي د ژوندلیک کتاب کې پر ۲۰۱۰ کال خپور شوی دی.

له هغه راهیسې ډېر کسان د دې خزانې د موندلو لپاره غرونو ته لاړل.

ښاغلی فن اټکلوي چې نږدې درې لکه پنځوس زره کسان د دې خزانې د موندلو لپاره د امریکا نیو مکسیکو ایالت ته ورسېدل.

ویل کېږي ډېرو خلکو د دې خزانې د موندلو لپاره خپل کار روزګار او ژوند پرېښود او څو کسان هم دې لار کې مړه شول.

وروستی کس هم درې میاشتې مخکې د خزانې موندلو په ارمان او لټون کې مړ شو.