نړۍ کې د ګرانبیه کورونو د رانیولو شوقي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایې میلیادرد کن ګریفن امریکا په نیویارک ښار کې د ۲۳۸ میلیون ډالرو په ارزښت د کور رانيولو سره نوی ریکارد ثبت کړ.
دا څلور منزله کور د نیویارک سنترال پارک ته مخامخ پروت دی او تراوسه تر ټولو ګرانبیه کور دی چې امریکا پلورل کیږي.
سنټرل پارک د نیویارک منهټن په زړه کې پروت، چې په نړۍ کې خورا ډېر ګرانبیه او مشهور ځای ګڼل کېږي. د نړۍ دیری میلیاردران غواړي هلته خپل نوم د کور مالک په صفت ثبت کړي په ځانګړې ټوګه داسې کورونه چې ورسۍ او برنډې یې د سنترال پارک ته مخامخ دي.
۵۰ کلن کن ګریفن د سیتادل پانګونې صندوق بنسټګر دی او د نړۍ په بیلا بیلو ځایونو کې د قیمتي کورونو په را نیولو مشهور دی.
هغه همدا څو ورځې مخکې د لندن په مرکز کې باکینګهم مانۍ ته نژدې د ۱۲۴ میلیون ډالر په ارزښت د یوه کور رانیولو سره نړیوالو رسنیو سرټکی شو.
ښاغلي ګریفین په ۲۰۱۵ کال کې هم د فلوریدا میامي کې په ۶۰ میلیونه ډالر د تر ټولو ګرانبیه کور رانیولو سره خبر جوړوونکی شو او بیا یې پروسږ کال یې په شیکاګو کې د ۵۹ میلیونو ډالر په ارزښت تر ټولو ګران بیه اپارتمان رانیوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شیکاګو، فلوریدا په پالم بیچ او هاوایي کې هم د ده لوکس کورونو په ځلونو د رسنیو پام ځان ته اړولی.
له دې مخکې په امریکا کې د تر ټولو لوړ بیه پلورل شوي کور ارزښت ۱۳۷ میلیون ډالر وو، چې پر ۲۰۱۴ کال د نیویارک ختیځ همپټن ښار کې پلورل شوي وو.
په دی برج کې چې ښاغلی ګریفین تر ټولو ګران بیه کور اخیستی دی، د چین شانګهای کې د هوټلونو شرکت بنسټګر تانګ تانګ ژو تر دی مخکې دلته په ۲۷ منزل کې د دوو کوټو اپارتمان په ۱۳ نیم میلیونه ډالر رانیولې وو.
ویل کیږي مشهور سندر غاړي استینګ او د هغه میرمنې تریډو سټایلر هم په دی برج کې کور لري.
دا ۶۶ منزله برج د وتلي اینجینر رابرټ اې اېم سټرن ډیزاین دی او داسې سیمه کې ودان شوی چې د میلیاردرانو په استوګنځي مشهور دی.








