ابراهیم رئیسي د ایران ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

د عکس سرچینه، EPA
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو تر رایو اچولو نژدې نهه ساعته وروسته د کورنیو چارو وزارت ابراهیم رئیسي د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی. شمېرې ښيي چې دا ځل ټاکنو کې د خلکو ګډون نژدې شل سلنه وو.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، ټول ټال ۲۸ میلیون او ۶۰۰ زره کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.
د شمېرل شویو رایو پربنسټ، رئیسي تر اوسه ۱۷٫۸ میلیون رایې ګټلې دي، ورپسې محسن رضايي ۳٫۳ میلیون او عبدالناصر همتي یو میلیون او ۳۰۰ زره رایې خپلې کړې دي. امیر حسین قاضي زاده یو میلیون رایې خپلې کړې دي.
که همدا په ټاکنو کې د خلکو د دقیق ګډون شمېرې وي، نو د ټاکنو لپاره وړ ۴۸ سلنه کسانو رایې اچولې دي.
د ټاکنو دریو نوماندانو او ولسمشر حسن روحاني ابراهیم رئیسي ته د بریا مبارکي ویلې ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني ابراهیم رئیسي ته په ټاکنو کې د بریا د مبارکۍ لپاره د قضائیه قوې د مشر دفتر ته ورغلی.
ښاغلی رئیسي پرته له دې چې د قضائیه قوې له مشرۍ استعفا وکړي، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند و.
په سیمه کې د خلکو او یو شمېر خبریالانو د راپورونو پر بنسټ ویل کېږي چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه کمه وه او د خلکو ګډون کمرنګه و.
له دې سره د ورځې په لړ کې د ایران تلویزیون د رایې ورکوونکو د ګډون انځورونه خپرول، خو د خپرونو وړاندې کوونکو د خلکو د ګډون ستاینه کوله.
په وروستیو څو اونیو کې یو شمېر ایرانیانو او سمونپالو ټاکنو کې ګډون سره په خلاف پر خواله رسنیو د (رایه نه رایه) په نوم کمپاین پیل کړی و.

د عکس سرچینه، EPA
په دې دوره کې د اساسي قانون ساتونکې شورا د یو شمېر کاندیدانو صلاحیتونه رد کړل چې له امله یې ډېرو اصلاح غوښتونکو او ګوندنو د خپلو نوماندانو له معرفي کولو ډډ وکړه.
محسن رضایی میر قاید، ابراهیم رئیسي، امیرحسین قاضي زاده هاشمی او عبدالناصر همتي دغو ټاکنو کې تایید شوي نوماندان وو.
یادې ټاکنې په داسې حال کې تر سره شوې چې ډېرو د هېواد د خراب اقتصادي او سیاسي وضعیت له اړخه په لوړه کچه نارضایتي درلوده.
ایت الله خامنه يي د جمعې په سهار تهران کې خپله رایه وکاروله او خلک یې وهڅول چې خپله رایه وکاروي.
هغه وویل" اړین او لازم کار تر هر څه د مخه تر سره کړئ او په لومړیو کې رای ورکړئ"، او زیاته یې کړه په ټاکنو کې ګډون د خلکو راتلونکی جوړوي او د راتلونکو څلورو کلونو برخلیک یې ټاکي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي خامنه یي زیاته کړه د خلکو په ګډون سره اسلامي جمهوریت په نړیواله کچه ډېر امتیازات تر لاسه کوي له دې سره یادې ټاکنې د ډېرو ایرانیانو له نیوکو سره مخ دي.
په تهران کې یو پېرېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل" که رایه ورکړو او یا نه له وړاندې د هغوی د خوښې کس ټاکل شوی ټاکنې د رسنیو لپاره تر سره کوي"
یو بل رای ورکوونکي وحید هم رویټرز خبري اژانس ته وویل چې هغه رای ورکوي " ځکه رهبر یا مشر مې غوښتي"
اسوشټیډ پرېس خبري اژانس د تېرو ټاکنو هیجان ته په اشارې سره لیکي: " سږ کال سرکونه خالي وو، ترافیک نه وو او حتا په دولتي تلویزیون کې د ټاکنو له هیجان هم کوم خبر نه و، یواځې له یوې زاویې صندقونو ته د رای اچلو انځورونه ښودل کېدل په دغو انځورونو کې کم شمېر کسان ولیدل شول او یا هم هیڅوک نه لیدل کېدل"
دغه ټاکنې د اتریش په وینا کې د اټومي هوکړې بیا ژوندۍ کولو بل پړاو خبرو سره همهاله پیلېږي.











