امریکا د ایران د دوو بېړیو د تګ لار څاري

د امریکا سي اېن اېن تلوېزون وايي، د دغه هېواد دفاع وزارت او استخباراتي ادارې د وینزویلا په لور روانې دوه ایرانۍ بېړۍ له نږدې څاري.
که څه هم د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان دمګړۍ د دې بېړیو حرکت "اندېښمنوونکی" نه بولي، خو دا وزارت او استخباراتي ادارې یې څاري او استخبارات دا ارزوي چې ایران دې بېړیو لېږلو سره څه غواړي.
د دې بېړیو بار هم مالوم نه دی او سي اېن اېن د څو امریکايي چارواکو له خولې وايي، نه پوهېږي چې دا بېړۍ وسله لېږدوي که نه.
ځینې امریکايي چارواکي وايي، یوه بېړۍ داسې ګړندۍ کښتوړۍ لېږدوي چې د سپاه پاسدران سمندرساتي ځواکونه یې خلیج کې کاروي.
د پنټګان ویاند جان کربي د وسلې لېږدولو د امکان په هکله سي اېن اېن ته وویل، دا ډول کار "پاروونکی ګام" او د متحده ایالتونو ملګرو ته ګواښ دی:
"د امریکا دفاع وزارت د استخباراتي چارو په هکله څه نه وايي، خو دا یادوم چې وسلې ور کول پاروونکی ګام او لوېدیځه نیمه کوره کې زموږ شریکانو ته ګواښ دی، په دې سبب د وسلې ور کولو یا لېږدولو د مخنیوي لپاره له شریکانو سره په همغږۍ د مناسب ګام پورته کولو حق لرو. "
امریکا پر وینزویلا او ایران بندیزونه لګولي او ایران کال مخکې هم وینزویلا ته څو تېلي او د تېلي محصولاتو بېړۍ واستولې.

د عکس سرچینه، SATELLITE IMAGE ©2021 MAXAR TECHNOLOGIES
امریکايي چارواکي وايي، له نږدې دوو اونیو راهیسې د دې بېړیو تګ څاري. دا بېړۍ څو ورځې مخکې د ختیځې افریقا سمندرغاړه کې وې.
یوه امریکايي چارواکي څو ورځې مخکې سي اېن اېن تلوېزون ته وویل، د دې بېړیو تګ "سربدالوونکی" دی او دا سبب شوې چې څارونکي وپوښتي ایا دا بېړۍ د اتلانتیک سمندر په لور خپل تګ جاري ساتي که یه.
د ایران دې دوو بېړیو کې یوه مکران نومېږي چې کال مخکې د دغه هېواد له سمندرساتي ځواک سره یو ځای شوه.
دې بېړۍ پخوا تېل لېږدول، خو اوس پر ملاتړې پوځي بېړۍ بدله شوې ده.
پوځي کښتۍ د اکمالاتو لېږدولو لپاره دا بېړۍ بدرګه کوي.

د عکس سرچینه، SATELLITE IMAGE ©2021 MAXAR TECHNOLOGIES
ایران تر دې مخکې هم بېړۍ ارام سمندر ته لېږلې وې. ارام یا اتلانیتک سمندر د نړۍ دویم لوی سمندر دی چې د امریکا، افریقا او اروپا ترمنځ پروت دی.
ایراني چارواکو پخوا دغه سمندر کې خپل شتون خلیج کې د امریکايي ځواکونو موجودیت ته په ځواب کې بللی دی.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سپاه پاسدران سمندر ساتي ځواک ته "لرې اوبو کې" د شتون امر کړی دی.










