سایبري برید؛ کالونیال شرکت هکرانو ته ۵ میلیون ډالر باج ورکړ

سایبري برید

د عکس سرچینه، COLONIAL PIPELINE

رپوټونه وايي امریکا کې د تیلو یوه شرکت چې ځینې اطلاعات یې په سایبري برید کې غلا شوي وو - هکرانو ته ۵ میلیون ډالر باج ورکړی دی. د هکرانو همدې ډلې پر توشیبا شرکت هم سایبري برید کړی.

له دې سره د جمعې پر ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې د ایرلنډ په روغتیايي نظام هم د باج اخیستلو لپاره سایبري برید شوی دی.

امریکا کې د تیلو پر کالونیال نللیکه سایبري برید ددې لامل شوی و چې د تیلو کمښت رامنځ ته او بېړنی حالت اعلان شي.

پر کالونیال نللیکه سایبري برید

کالونیال نللیکه چې اوږوالی یې نږدې ۹ زره کیلومتره ته رسېږي، له ټکزاس د امریکا ختیځ ته غځېدلې ده.

د دې نللیکې له لارې د ورځې دوه نیم میلیون بوشکې تیل لېږدول کېږي او د امریکا د ختیزو ایالتونو ۴۵ سلنه پترول، ډیزل او د الوتکو تیل تامینوي.

کالونیال

د هکرانو یوې ډلې د کالونیال شرکت د حساسو اطلاعاتو په غلا کولو سره ګواښ کړی و چې که باج ورنکړ شي، دغه پټ اطلاعات به خپاره کړي.

کالونیال شرکت تر دغه سایبري برید سملاسي وروسته فعالیت ودراوه.

د دغه شرکت د چارو درېده د دې لامل شول چې د امریکا ختیځ ایالتونه د تیلو له کمښت سره مخامخ او پایله کې یې د تیلو بیې لوړې شي.

اوس رپوټونه وايي هکرانو تر هغې وروسته کالونیال شرکت ته د کمپیوټرونو د پرانیستل کېدو کودونه ورکړل چې پیسې یې ترلاسه کړې.

هکرانو څه غوښتل؟

کالونیال

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا څو معتبرو رسنیو ویلي چې کالونیال شرکت هکرانو ته ۷۵ بېټ کوین، چې له ۵ میلیون ډالرو سره برابرېږي، ورکړي دي.

خو دغه شرکت رسمآ دا رپوټونه نه دي تایید کړي.

د دغه سایبري برید اغېزو ته په کتو داسې شکونه پیدا شوې وو چې هکران به په کوم دولت پورې تړلې خلک وي.

خو د ډرکسایډ په نوم د هکرانو ډلې چې د دغه برید مسئولیت یې منلی، ویلي موخه یوازې د پیسو ترلاسه کول وو.

دې ډلې پر خپله ویب پاڼه لیکلي: "نه غواړو ټولنه له ستونزو سره مخامخ کړو."

د هکرانو ډرکسایډ ډله نور هکران روزي، د سایبري برید سافټویرونه ورکوي او په دې توګه ترې هغو پیسو کې خپله ونډه اخلي چې دغه هکران یې د سایبري برید له قربانیانو ترلاسه کوي.

دې ډلې اوس ویلي پر دې نه پوهېدل چې اړوند کسان به یې په کالونیال شرکت برید کوي.

د ډرکسایډ په ویب پاڼه راغلي چې دوی د خپلو سایبري بریدونو اهداف له وړاندې څېړي او دا نه غواړي چې پراخې ټولنیزې ستونزې جوړې کړي.

د ایرلنډ په روغتیايي نظام سایبري برید

کالونیال

د عکس سرچینه، COLONIAL PIPELINE COMPANY

امریکا کې پر کالونیال شرکت له سایبري برید سره هممهاله د ایرلنډ جمهوریت روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد په روغتیايي نظام هم د باج اخیستو لپاره سایبري برید شوی دی.

دا برید د دې لامل شوی چې د ایرلنډ روغتیايي خدمات له ځنډ او خنډ سره مخامخ شي.

د ایرلنډ روغتیا وزیرې ان اوکانر ویلي چې بیړني روغتیايي خدمات لا دوام لري.

خو نوموړې زیاته کړې چې که ستونزه تر دوشنبې هواره نه شي، روغتیايي شبکه اړ کېږي چې ګڼ خدمات لغوه کړي.

په ورته وخت کې د ایرلنډ څو روغتونونو هم ویلي چې دغه سایبري برید یې چارې او خدمات اغېزمن کړې دي.