فرانسې سره پر سمندري حدودو لانجه؛ بریتانیا جرسي ټاپو ته جنګي بېړۍ ولېږلې

بریتانیا له فرانسې سره په سمندري حدودو کې د کبانو د ښکار سیمې پر سر له لانجې وروسته جرسي ټاپو ته دوه شاهي سمندر ساتونکې بېړۍ استولې دي.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، د فرانسې لخوا جرسي ټاپو ته د څه باندې ۱۰۰ کب نیونکو بېړیو استول "هېڅ توجیه نه لري".
نوموړي زیاته کړې چې سیمې ته د جنګي بېړیو استول "احتیاطي چاره" ده.
فرانسې خبرداری ورکړی و چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته پړاو کې به د نویو مقرراتو له مخې پر جرسي ټاپو برېښنا پرچاو کړي.
خو اوس رپوټونه وایي چې د بریتانیا د سمندري ځواک "اېچ اېم اېس سېورن" په نامه بېړۍ په جرسي کې د سانټ هیلیر اوبو ته نژدې کېدونکې ده. وروسته "اېچ اېم اېس ټامر" بېړۍ هم پسې روانېږي.
"اېچ اېم اېس سېورن" د انګلیسي ساحل خوا ته د روسیې د جنګي سمندري بېړیو څارلو لپاره کارول کېدې.
دې بېړۍ په روټین ډول د کبانو د ښکار د ساتنې لپاره هم فعالیت درلود.
بورېس جانسن د چارشنبې په شپه د جرسي ټاپو د "ثابت ملاتړ" ژمنه هم وکړه.
جرسي ټاپو د چا ملکیت دی؟

دا ټاپو د بریتانیا اړوند دی او له فرانسې ۱۴ میله (۲۲ کیلومتره) لیرې پروت دی.
وړاندې ښاغلي جانسن د جرسي له لومړي وزیر جان لو فنډریه او د بهرنیو چارو له وزیر ایان ګورسټ سره هم په دې تړاو خبرې کړې وې او ټینګار یې دا و چې "د جرسي او فرانسې ترمنځ دې هلته ترینګلتیا پای ته ورسېږي.
د فرانسې خبري اژانس په نورماندي سیمه کې د کبانو د ښکار د ټولنې د مشر دیمیتري روګوف له قوله ویلي، د دې هېواد کابو ۱۰۰ ښکاري بېړۍ به د پنجشنبې په ورځ جرسي ټاپو ته د نویو مقرراتو پر سر د احتجاج په چوکاټ کې وخوځېږي.
فرانس پرېس د روګوف له خولې ویلي، دا بېړۍ به په سانټ هیلیر کې د ټاپو د بندلو هڅه نه کوي، بلکې تر ماسپښین وروسته به فرانسې ته ستنېږي.
د ښکار په نویو مقرراتو کې - چې د جرسي حکومت راوستلي-د سوداګرۍ د هوکړې او د اروپايي ټولنې او بریتانیا د همکارۍ ترمنځ په ډاګه شوې ده چې د فرانسې بېړۍ به هلته ځای پرځای کېږي؛ ځکه چې دوی په جرسي اوبو کې د ښکار مخینه لري.
خو فرانسوي چارواکو وویل، اروپايي ټولنې هلته د ښکار لپاره د "نوې ټیکنالوجۍ په مټ د اجراتو" په اړه دوی ته خبر نه دی ورکړی، نو ځکه دا اجرات "لغوه او باطل" ګڼل کېږي.
فرانسوي کبګرو (کب نیوونکو) شکایت کړی چې د بریتانیا په اوبو کې د اجازې لرلو د سختو اجراتو له کبله له ښکار منع کړل شوي دي.
د فرانسې شکایت

د عکس سرچینه، Getty Images
له اروپايي ټولنې سره د هوکړې له مخې، د فرانسوي ښکاري بېړیو کارمنان باید په جرسي اوبو کې د ښکار د جواز نېټې ولري.
د فرانسې د پارلماني چارو وزیرې د سې شنبې په ورځ وویل، نوي مقررات د منلو وړ نه دي او فرانسه "د انتقامي کړنو لپاره چمتو ده".
د اېچ اېم اېس سیورن او اېچ اېم اېس ټامر بېړیو اوږدوالی ۹۰٫۵ متره دی، چې د الوتکو ضد د لنډ مهال وسلې او دوه لوی توپونه هم پرې لګول شوي دي. په دې بېړیو کې ۴۵ عمله کار کوي.









