ایران سره ترینګلتیا؛ د امریکا سمندري ځواک اوبتل فارس خلیج ته ورسېد

زیردریایی جورجیا

د عکس سرچینه، us navy

د عکس تشریح، له دې اوبتل سره جنګي بېړۍ هم ملې دي

د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی چې په د جورجیا په نامه په هستوي ځواک سمبال اوبتل یې د هرمز له تنګي اوښتی او د فارس خلیج ته داخل شوی دی. په اعلامیه کې راغلي چې له دې اوبتل سره د امریکا د سمندري ځواک دوه جنګي بېړۍ هم ملې دي.

د امریکا سمندري ځواک وایي، یادو اوبو ته د دې اوبتل رسېدل دا ښیي چې دوی په هر هغه ځای کې د عملیاتو وړتیا لري چې نړیوال قانون اجازه ورکوي.

اعلامیه کې راغلي چې دا اوبتل د معمول او ناڅاپي عملیاتو توان لري او د ټوموهاوک توغندي هم له ځان سره لري.

خو د یادونې وړ ده چې د امریکا سمندري ځواک لخوا خپره شوې اعلامیه کې د فارس خلیج د (عربي خلیج) په نامه یاد شوی دی.

د امریکا سمندري ځواک عموماً د خپلو عملیاتو په اړه جزئیات نه شریکوي او شننونکي وایي، دا په تېرو اتو کلونو کې لومړی ځل دی چې یاده اداره د خپلو فعالیت په اړه رسمي اعلامیه خپروي.

په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواک پنځمه اډه، چې مرکز یې بحرین کې دی، د فارس خلیج او عمان سیند کې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو مسئولیت لري.

"د ایران احتمالي برید ته چمتو یو او ځواب به ورکوو"

جنرال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال کېنټ مکېنزې

د فارس خلیج ته د دې اوبتل له رسېدو وړاندې د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي ویلي وو"که ایران د قاسم سلیماني د لومړي تلین په درشل کې برید وکړي، امریکا یې ځواب ته چمتو ده."

هغه زیاته کړې: "چمتو یو چې د ځان او سیمه کې د خپلو ملګرو او شریکانو دفاع وکړو. چمتو یو چې د اړتیا پر مهال غبرګون وښيو".

جنرال مکېنزې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د ایران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو تر لومړۍ کالیزې څو اوونۍ وړاندې د سیمې ځینو هېوادونو ته تللی دی.

د سېنټکام ماموریت د منځني ختیځ، شمالي افریقا او مرکزي اسیا سیمې رانغاړي او د امریکا د پوځ دا قومانداني د افغانستان او عراق په جګړیزو ماموریتونو کې اصلي رول لري.

د سرچېنو په حواله ښاغلي مکېنزي چې سیمه کې یې له یو نامالوم ځایه څو خبریالانو سره تلیفوني مرکې کړې، ویلي: "زما ارزونه دا ده چې زموږ دریځ پیاوړی دی او هر هغه ګام سره مقابلې ته چمتو یو چې ایران او یا د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې یې ښايي پورته کړي".

د سېنټکام قوماندان زیاته کړې چې په وروستیو کې بغداد ته تللی او هلته یې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر قوماندان جنرال پل کولورټ سربېره د عراق د پوځ له لوی درستیز جنرال عبد امیر رشید یارالله سره لیدلي دي.

د رپوټونو له مخې جنرال مکېنزې سوریې ته هم تللی او د دغه هېواد د سوېل کې عراق او اردن سره پولې ته نږدې په یوه پوځي اډه کې مېشت امریکايي سرتیري ېې کتلې دي.

سیمه کې ترینګلی امنیتي وضعیت

جنرال

د عکس سرچینه، BBC Sport

د عکس تشریح، جنرال مکېزې: زه هره ورځ له خپلو قوماندانانو سره په دې اړه خبرې کوم او فکر کوم چمتو به یو

ځینو رسنیو او ژورنالیستانو ویلي سیمې ته د جنرال مکېنزې دا پټ سفر ښکاروي چې د امریکا پوځي چارواکي اوس هم د قاسم سلیماني د وژلو غچ کې د ایران له احتمالي ګامونو اندېښمن دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي هم تېره اوونۍ په ورته ډول قطر، سعودي عربستان، متحدو عرب اماراتو، اسراییل او افغانستان ته سفرونه وکړل، خو تر بېرته ګرځیدو یې د دې سفرونو جزئیات پټ وساتل شول.

اوس جنرال مکېنزې وايي "زه هره ورځ له خپلو قوماندانانو سره په دې اړه خبرې کوم او فکر کوم چمتو به یو".

په داسې حال کې چې د امریکا پوځ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر عراق او افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي - پنټاګون له هر ډول احتمالي ګام د ایران د راګرځولو لپاره د عراق شاوخوا خپل پوځي شتون ډېر کړی.

د نومبر وروستیو کې د امریکا یوه لویه الوتکو لېږدوونکې بېړۍ "نیمیتز" فارس خلیج ته ننوته او تر هغې لنډ وخت وروسته یې دوو بي-۵۲ بم غورځوونکو د ځواک ښودلو په موخه پر سیمې الوتنې وکړې.

یاده دې وي چې د ایران د قدس ځواک پخوانی مشر جنرال قاسم سلیماني او ملګري یې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.