'مسلمان نه یم، خو روژه نیسم '

د عکس سرچینه، Handout
رېحان جیاویکرېمې چې سریلانکا کې د اپوزیسیون غړی او ځوان سیاستوال دی، د اپریل په ۱۳مه یو حیرانوونکی اعلان وکړ.
هغه پر خپل ټویټر ولیکل: "زه بودايي یم او تر خپله وسه هڅه کوم چې ژوند د بودايي فلسفې له مخې پر مخ یوسم. د دې ترڅنګ غواړم دا هم ووایم چې زه د رمضان سپیڅلې میاشت پر مهال خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو سره یو ځای روژې نیولو ته د زړه له کومې سترګې په لار یم. دا به مې لومړی ځل وي (چې روژه نیسم)، نو د ښه قسمت دعا راته کوئ."
هغه د سریلانکا د سویلي وېليګاما د ښاري شورا مشر دی او د اپریل په ۱۴مه د روژې له پیل راهیسې، د ورځې له مخې خوراک او څښاک نه کوي.
سږکال یو غیرمعمول پېښه دا وه چې د مسلمانانو روژه په اکثریت بودايي سریلانکا کې د سینهالا او تامیل ټولنو د نوي کال پر ورځ پیل شوه.
د سریلانکا کثیرالمذهبي ټولنې نږدې دوه کاله وړاندې هغه مهال ټکان وخوړ چې توندلارو اسلامپالو وسله والو د عیسویانو د ایسټر مذهبي مراسمو پر مهال په کلیساګانو بریدونه وکړل او ۲۷۰ کسان یې ووژل.
اوس دغه بودايي سیاستوال وايي د روژې نیولو پریکړه یې د دې لپاره وکړه چې د دغو بریدونو له کبله سریلانکا کې د مسلمانانو خلاف د راولاړو شویو احساساتو مقابله وکړي.

د عکس سرچینه، Handout
د رېحان جیاويکرېمې د ټویټر دغه پوست له ډېر زیات هرکلي سره مخامخ شوی او ګڼو خلکو د هغه دا ګام ستایلی دی.
خو له دې دا هم مالومه شوه چې هغه په دغه نوښت کې یوازې نه دی.
د رېحان تر پوست وروسته د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې یوې مېشتې خبریالې مریان ډېویډ هم وویل چې هغه له څو کلونو راهیسې دا کار کوي.
هغه وايي: "زه کاتولیکه یم او رمضان کې روژه هم نیسم. دا د روڼتیا، شعور، همدردۍ او ډسېپلین لامل ګرځي. ښه قسمت!"
پر دې سربېره د سریلانکا د لومړي وزیر دفتر کې د (نړیوالو چارو) عمومي رییسې انورادا کې هیراتهـ ویلي چې دې هم یو کال د رمضان میاشت کې روژې نیولې دي.
هغې پر خپل ټویټر لیکلي: "یادېږي مې ما هم ډېره موده وړاندې هغه مهال چې په موراتوا پوهنتون کې وم، دا کار کړی دی. ملګري مې @sifaan به سهار وخته پشلمي ته راویښولم، او ماښام به یې د درسونو پر مهال روژه ماتی راکاوه. فکر کوم ښه تجربه به ولرئ."
د توکم پالنې خلاف
رېحان جیاویکرېمې وايي: "ما ته د دغه کار فکر زموږ د هېواد د ځینو مشخصو مشرانو لخوا توکم پالنې ته د لمن وهلو خلاف د درېدو له کبله راولوید. دا نه ده چې زه اسلام ته اوښتی یم، بلکې دا د توکم پالنې خلاف اعتراض دی."
هغه بي بي سي ته وویل د ایسټر تر بریدونو وروسته سریلانکا کې د مسلمانو لږه کیو خلاف کرکجن احساسات راپورته شوي دي.
د سریلانکا ۷۰ سلنه وګړي بودایان دي. د نفوس پاتې برخه یې هندوان، مسلمانان او کاتولیک مسیحیان جوړوي.
رېحان جیاویکرېمې وايي: "زه چې کله مسلمانانو ته دا وښیم چې موږ د اکثریت په توګه د دوی خیال ساتو، موخه مې دا وي چې هغوی ته د یوه هدف او امنیت احساس ورکړم. او دا ورته وښیم چې موږ یې پروا ساتو."
ښاغلی رېحان ځینې منتقدان هم لري چې نوموړی له دې لارې د مسلمانانو د رایې د ترلاسه کولو په هڅه تورنوي.
خو دغه سیاستوال یوه کمنټ ته د خپل یوه ملاتړي د ځواب یادونه کوي چې لیکلي یې دي:
" د مذهبي کرکې د رامنځته کولو پر ځای، دا ډېره ښه ده چې د مذهبي همغږۍ د دودولو له لارې رایې ترلاسه شي."
نورو ته خواړه برابرول

د عکس سرچینه، Handout
ژورنالیسته مریان ډېویډ چې کاتولیکه ده له څه باندې ۱۵ کلونو راهیسې د رمضان میاشتې روژې نیسي. هغه وايي له دغه میاشتې د فکري تمرکز او پر هغو شیانو د غور لپاره ګټه اخلي چې رښتینی اهمیت لري.
"روژه دا پرله پسې فکري لړۍ تر ډېره راکموي چې څه وخورم - وخت ناوخت او بې هدفه د خوړو په اړه فکر له اړتیا پرته دا احساس درکوي چې ګوندې ستړی او وږی یې."
هغه په دې باور ده چې روژه نیول یې تمرکز ډېروي او د روغتیا احساس وربښي.
نوموړې بي بي سي ته وویل: "دا (روژنه نیول) د هغو کسانو لپاره چې د ژوند له لوړ معیار او ښې دندې خوند اخلي کومه ستره قرباني (غټ کار) نه ده. دا هغو کسانو لپاره تر ټولو سخته ده چې ګرمۍ کې سره لمر ته مزدوري کوي، او همدا راز هغو خلکو ته چې دې ورځو کې د ښو او صحي خوړو لپاره پیسې نه لري."
د مریان ډېویډ لپاره د روژې میاشتې یو ښه اړخ سریلانکا کې د هغو کسانو په اړه فکر دی چې په اسانه خواړه نشي موندلی.
هغه وايي بې وزلو سره مرستې ته باید اهمیت ورکړ شي: "زما په اند روژه کې له خوراک او څښاک د ډډې کولو ترڅنګ همدومره د دې اړتیا هم ده چې باید د امکان تر حده نورو سره مرسته وشي، بې وزلو ته خواړه ورکړل شي، د هغوي اړتیاوې پوره کړای شي چې ژوره ونیسي."
یووالی

د عکس سرچینه، Handout
د نړۍ بل ګوټ امریکا کې نادین پار هغه نامسلمانه امریکایۍ ده چې رمضان کې روژه نیسي. هغه چې یوه دینداره مسیحۍ ده، د خپلې یوې نږدې مسلمانې ملګرې لخوا روژې سره اشنا شوې ده.
نادین وايي: "دا زما له ګرانو مسلمانو ملګرو سره د یووالي عمل دی او ترڅنګ یې دا چې د عیسی د یوې پلوۍ په توګه د رمضان میاشتې روژې نیسم، په منظم ډول زما د خپلې عقیدې ښکارندويي هم کوي."
نادین لیکواله، کاروباري روزونکې او د میشیګان ایالت په ګرنډ راپېډز کې د ښوونځي ښوونکې ده.
هغه وايي: "اوس اوږده موده کېږي. خو له اوو کلونو راهیسې مې د اوبو له محدودیت پرته، د روژې نیولو دودیزې کړنلارې عملي کړې دي. سهارنۍ له لمرخاته وړاندې خورم او بیا تر لمرلویده پورې له خوراک ډډه کوم."
هغه وايي: "د مخلتفو کلتورونو او مذهبي عقایدو له ملګرو سره ګډه ټولنه او د اړیکو پالل په دغه شریک سفر کې زما د خوښې وړ برخه ده. تر ټولو غوره او مهم شی انسانیت دی. "
د یو ځایوالي وخت

د عکس سرچینه، Handout
بېرته سریلانکا ته ګرځو. هلته مارین ډېویډ وايي "خبره یوازې د قربانۍ او دسېپلین نه ده. بلکې له خپلو نږدې کسانو سره د یو ځایوالي او لمانځنې وخت هم دی."
هغه زیاتوي: "کله چې نورو کره ځو او یا د خپلو خپلوانو او ملګرو د روژه ماتي کوربتوب کوو، دا هم مېلمستا ته ورته څه دي، په دومره توپیر چې شراب پکې نه وي. که څه هم د څو ورځو په تېرېدو سره مو روژه ماتي کې د خوراک اندازه د پام وړ راکمېږي، خو نوي خواړه برابروو او خوند ترې اخلو."
هغه زیاتوي: "تر ټولو ډېر اوبو ته زړه ته کېږي، هغه هم په دا ډول (توده) هوا کې. خو ګټې یې تر دې قربانۍ ډېرې دي. له کله چې مې روژه پیل کړې، تر ډېره مې یوازې د څښاک د اوبو اړتیا حس کړې ده. چې مغز ورسره برابر کړې او د یوه هدف له مخې یې وکړې، نور هر څه ساده دي."
د نادین لپاره روژه د روحاني ژوند مهمه برخه ګرځېدلې ده.
هغه وايي: "زه هر هغه چا ته د دې سپارښتنه کوم چې ستړی شوی او په ځوابونو پسې ګرځي. کله چې تل د ولګې مړولو فکرې کې اوسو، نو سپېڅلې شیبې او ځایونه مو له لاسه وتلی شي. "
هغه په دې باور ده چې له خوراک او څښاک ډډې کولو د هغې ګروهې یا عقیدې ته نوې بڼه ورکړې ده.
اسانه نه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د رېحان جیاویکرېمې لپاره دا نوې تجربه دومره اسانه نه ده.
هغه بي بي سي ته وویل: "سهار ۴ بجې راپاڅم، څو خورما، ماسته او میوه خورم. بیا د ماښام تر ۶:۳۰ روژه یم."
هغه وايي دې نوې تجربې یو تازه احساس وربښلی، خو پر دې ډاډه نه دی چې ټوله میاشت به دوام ورکړای شي، که څنګه؟
دغه بودايي سیاستوال وايي: "تر هغې چې کوی شم دوام ورکوم. خو د خوراک او څښاک نه کول، ډېر سخت دي."









