جنرال مک‌کنزي: 'ایران منځني ختیځ کې هره ورځ ګواښ دی'

د جنرال مک‌کنزي په وینا، ایران د امریکا ټلوالې ته ورځنی ګواښ دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جنرال مک‌کنزي په وینا، ایران د امریکا ټلوالې ته ورځنی ګواښ دی

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مک‌کنزي ایران په منځني ختیځ کې د امریکا او ټلوالې لپاره هره ورځ ګواښ بللی دی.

جنرال مک‌کنزي چې په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې د امریکا د مرکزي قوماندې یا (سنټکام) مشر هم دی، کانګرس ته وینا کې د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې د سعودي عربستان پر ګټو د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د ۱۵۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر هم ورکړ.

د ښاغلي مک‌کنزي په وینا، د معلوماتو ترلاسه کولو او تهاجمي عملیاتو لپاره د ایران له لوري له کوچنیو او متوسطو ډرون الوتکو ګټه اخیستل په دې معنا دي چې ګنې د کوریا-امریکا تر جګړې وروسته لومړی ځل دی چې امریکا به عملیاتي ډګر کې له نورو شاته کېږي.

هغه وویل: "تر هغو چې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو د مخنیوي او ویجاړولو لپاره پر کومې شبکې جوړولو ونه توانېږو، برتري به د بریدګرو وي".

د جنرال مک‌کنزي وینا داسې مهال خپره شوې چې ایران او امریکا په تېرو دوو اونیو کې په نامستقیم ډول له ۱+۴ ډلې سره د ایران د اتومي هوکړې په اړه پر مذاکراتو بوخته ده.

دواړو هېوادونو د خبرو پر پایلو خوښي ښودلې ده، خو امریکا وايي د دواړو هېوادونو د مذاکره کوونکو په مخ کې لاهم اوږده لار شته.

په ورته وخت کې سعودي عربستان د خبرو د ملاتړ سربېره له ایران غوښتي چې په سیمه کې د لا ډېرې ترینګلتیا رامنځ ته کېدو مانع وګرځي.

د سعودي پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د دې هېواد کابینې په یوه خبرپاڼه کې له ایران غوښتنه کړې چې په سیمه کې له اړو دوړ او تاوتریخوالي ډېرولو ډډه وکړي او د تاوتریخوالي پرتله د سیمې امنیت او ټیکاو ته لومړیتوب ورکړي.

دوی په خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې اتومي وسلو ته د ایران د رسېدو د مخنیوي لپاره یوه "قوي هوکړه" رامنځ ته کړي.‌