د چاودنې پر سر لانجه؛ روسیې د چک جمهوریت ۲۰ دیپلوماتان واېستل

د عکس سرچینه، EPA
د روسیې حکومت په یوه ځوابي اقدام کې له خپلې خاورې د چک جمهوریت د شلو دیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ.
چک جمهوریت د شنبې پر ورځ ۱۸ روسي ديپلوماتان شړلي و.
د چک استخباراتي مامورینو ویلي وو دغه کسان دیپلوماتانو جامه کې د روسیې د استخباراتو عاملان دي.
په ۲۰۱۴ کال د چک جمهوریت ځنګلي سیمه کې د سلاکوټ (وسلو زیرمتون) چاودنه کې پر دوی د ښکیلتیا شک ښودل شوی.
په هغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو.
ټاکلې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه یوه ناسته کې د دغه تور په اړه بحث وکړي.
چک جمهوریت روسي ديپلوماتانو ته د وتلو لپاره درې ورځې وخت ورکړی و خو د روسیې حکومت چکي دېپلوماتانو ته ویلي چې تر یوې ورځې له دغه هېواد ووځي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د چک جمهوریت پریکړه "بې مخینې" او "خصمانه عمل" بللی دی.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "د چک چارواکي د امریکا لخوا پر روسیې د وروستیو بندیزونو د لګېدو په تړاو د متحدو ایالتونو د خوشالولو هڅه کې ان تر خپلو اربابانو هم مخکې شول."
ادعا څه ده؟

د چک چارواکو ویلي ګومان کوي چې د روسي دېپلوماتان اصلآ استخباراتي ماموران دي، خو روسیې دغه تور بې بنسټه او بې معنا بللی دی.
د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۶مه د چک جمهوریت د ولاچووایس د یوې ځنکلي سیمې د وسلو په یوه زېرمتون کې چاودنه وشوه. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول.
پیل کې داسې انګیرل کېدله چې دا به یوه حادثه وي. خو د چک جمهوریت د څارګرو تر ډېرو هڅو او څېړنو وروسته د پړې ګوته مسکو او د روسیې استخباراتو جي ار یو ۲۹۱۵۵ واحد ته ونیوه.
د چک پولیس وايي د دې چاودنې په تړاو یې دوه مشکوک کسان الکساندر میشکین او اناتولي چېپیګوف پېژندلي دي.
دا دوه روسي وکړي په ۲۰۱۸ کال د بریتانیا سالسبوري ښار کې د روسیې د یوه پخواني استخباراتي مامور سرګي سکریپال په مسمومولو هم تورن دي.
ښاغلی سکریپال له خپلې لور یولیا سره یو ځای په عصب وژونکي کیمیاوي ماده 'نوويچوک' مسموم شوی و. یوه ځايي ښځه ډاون سټورګېس یوه میاشت وروسته له دې کبله مړه شوه چې د دغو زهرجنو توکو غورځول شوی د عطرو بوتل یې لمس کړی و.
د بېلینګکېټ استخباراتي واحد وروسته په روسلان بوشیروف (اناتولي چېبیګا) او الکساندر پېتروف (الکساندر میشکین) چې دواړه د 'جي ار یو' یا روسي استخباراتو افسران دي، د دې پېښې مشکوک عاملان وبلل.
د چک پولیسو اوس د مشکوکو کسانو عکسونه د بریتانیا د سالسبوري ښار په مسمومیت له تورنو شویو کسانو سره پرتله کړي دي.
دا څرک د ایمکېس ګروپ په نوم هغې کمپنۍ ته پر برېښنالیک د پاسپورتونو له استول شویو تصویرونو لګېدلی چې د وسلو په دغه ډېپو کې یې کار کاوه.

د عکس سرچینه، METROPOLITAN POLICE
په بریښنالیک کې داسې ښودل شوې چې ګوندې د تاجکستان د ملي ګارد لخوا استول شوی دی. په برېښنالیک کې غوښتنه شوې چې دغو دوو کسانو ته دې د دغه ځای د لیدو لاسرسی ورکړ شي.
برېښنالیک سره د دواړو کسانو د پاسپورتونو عکسونه هم ضمیمه شوي دي. پاسپورتونو کې د دغو کسانو نومونه روسلان تاباروف چې د تاجکستان او نیکولای پوپا چې د مالدوا وکړی دی، ښودل شوي دي.
د دغو پاسپورتونو د خاوندانو عکسونه ښيي چې دا همغه کسان دي چې بریتانیا پرې د سالسبوري مسمومیت کې د ښکیلتیا تور پورې کړی دی.
دغو کسانو د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۳مه د همدې میاشتې تر ۱۷مې پورې د وسلو دغه زېرمتون ته نږدې په اوستراوا کې د اوسېدو لپاره ځای نیولی دی.
چاودنه د اکتوبر په ۱۶مه وشوه او دا دوه سړي پر همدې ورځ د دې لپاره اتریش ته خوځېدلي چې د ویانا له هوايي ډګر مسکو ته ځان ورسوي. د چک چارواکي پر دې نه پوهېدل چې دا پېښه څرنګه رامنځ ته شوې ده .

اوس د دغه هېواد بهرنیو چارو سرپرست وزیر جان هماچېک ویلي "د ناټو غړو او خپلو اروپايي متحدانو سره په دې اړه مالومات شریکوي او نن دوشنبه به د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې پرې بحث وشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي "د چک خاوره کې د روسیې ورانکاره کړنو ته د توند غبرګون ښودلو" لپاره د چک جمهوریت د اقدام ملاتړ کوي.
امریکا هم څو ورځې وړاندې تېر کال دغه هېواد کې د 'سولروینډز' سیستم له لارې د سایبري برید، د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو او د زور له لارې د اوکراین د ګواښلو د تورونو په غبرګون کې لس روسي دیپلوماتان و ایستل او پر دغه هېواد یې نور بندیزونه اعلان کړل.








