د سویز کانال بندېدو څومره اقتصادي زیان درلود؟

د عکس سرچینه، EPA
اېورګیون باري بېړۍ چې د تېرې اونۍ په سې شنبه خټو کې ښخه او سویز کانال یې بند کړ، بالاخره پرون وخوځېده او د چارواکو په خبره، کانال بېرته پرانیستل شو.
خو لا هم مالومه نه ده چې کانال کې به پوره تګ راتګ کله پیل شي.
د دې کانال بندېدو سره نه دا چې بېړۍ صنعت ته اندېښنه پیدا شوه بلکې د سمندري لېږد ځنډېدو سره ډېری کسب کار او صنعتونه اغېزمن شول.
اېورګیون بېړۍ د یوه تایواني ټرانسپورټي شرکت له خوا اداره کېږي او د نړۍ یوه تر ټولو ستره بېړۍ ده؛ چې څلور سوه متره اوږده او وزن یې دوه لکه ټنو ته رسېږي.
دمګړۍ دا بېړۍ ۱۸ زره درې سوه کانتینر لېږدوي.
تر یکشنبې د ۱۹۳کیلومتره اوږده کانال بندیدو له امله ۳۶۹ بېړۍ د دې اوبلارې دواړو خواوو ته ولاړې وې.
تېره شبنه او یکشنبه ۱۴ کښتوړیو هڅه وکړه چې دا ستره باري بېړۍ وخوځوي او بالاخره یې تر ۳۰ درجو تاوولو سره بېړۍ په لامبو راوستله.
اقتصادي تاوان اټکلول

د عکس سرچینه، AFP
د یو میلیون بیرله تېلو او نږدې اته سلنه نړیوال اوبلن ګاز په ګډون هره ورځ له دې کانال نږدې ۱۲ سلنه نړیواله سوداګري تېرېږي.
د سویز کانال مدیریت وايي، د دې اوبلارې بندېدو سره د مصر هره ورځ له ۱۴ تر ۱۵ میلیون ډالرو عاید کم شوی دی.
د لویدز لېست مجلې سرلیکوال ریچارډ مېډ- چې د بېړي چلولو اړوند مطالب خپروي- بي بي سي ته وویل، نږدې ۴۵۰ بېړۍ له دې کانال د تېرېد په تمه دي او کوچنیو بېړیو هم اوس چلښت پیل کړی دی.
د مودي باور سنجۍ موسسې د اټکل له مخې د کورونا وېروس له پیل مخکې له سویز کانال د بېړیو تېرېدو مالیې د مصر دوه سلنه ناخالص کورنی تولید برابراوه.
لویډ لېست رسنۍ موندنې ښيي چې د دې کانال تړل کېدو سره د ورځې د نږدې لس میلیار ډالرو په ارزښت بېلټي یا جوپې وځنډېدلې؛ په بله ژبه هره ګړۍ کې ۳.۳ میلیون ټنه توکي چې ارزښت یې په ګړۍ کې له څلور سوه میلیون ډالرو سره او په ثانیه کې له ۶.۷ میلیون ډالرو سره برابر دی.
د جرمني د الیانتس بېمې شرکت په خبره، د سویز کانال بندیدو سره اونۍ کې نړیواله سوداګري له شپږ تر لس میلیارد ډالرو زیانمېږي او وده یې هم سلو کې له صفر اعشاره دوه تر صفر اعشاریه څلور کمېږي.

له دې سره باید جانبي لګښت هم زیات شي؛ ځینې د بېړۍ اړوند واسطه شرکتونه وايي، اسیا او منځني ختیځ ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره د ځینې باري بېړیو اجاره ۴۷ سلنې زیاتېدو سره ۲.۲ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
ځینې بېړیو د دې کانال بندېدو سره لار بدله کړه چې ور سره یې د سفر موده په اوسط ډول اته ورځې ډېره شوه.
د سویز کانال بندېدل یوازې د بېړۍ صنعت او مصر اقتصاد نه اغېزمنوي، بلکې نړۍ کې کار او کسب، د خوراکتوکو پلورنځي، اغوستوکي او صنعتي تولیدګر هم اغېزمنوي.
پخو اندېښنه وه چې د دې کانال بند پاتېدو سره به ځینې شرکتونه اړ شي چې ډېر توکي وغواړي او د هوا له لارې به یې ولېږدوي، چې لګښت به یې هم درې برابره شي.








