امریکا کې د ۶ اسیايي مېرمنو په ګډون ۸ کسان ووژل شول

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

امریکايي رسنۍ او پولیس وايي، د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې دریو بېلابېلو ځایونو کې د ډزو له امله د شپږو اسیايي ښځو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

اتلانتا کې پولیس وايي، څلور کسان د مساج یوه تالار او څلور نور هم د دې ښار دوو نورو مساج تالارونو کې وژل شوي دي.

سوېلي کوریا وايي، دې پېښو کې څلور مړه کسان د دغه هېواد وګړي وو.

چارواکي وايي، ۲۱ کلن تورن هم په دې تړاو نیول شوی دی او شک دی چې ټولو پېښو کې به ښکېل وي.

لا هم پوره مالومه نه ده چې یوه ساعت کې د دې درې واړه ډزو پېښې خپلو کې تړاو لري که نه.

خو وروستیو میاشتو کې د اسیايي- امریکایانو پرضد د کرکې جنایت ډېر شوی او دې تور لا لمن ورته وهلې چې اسیایانو کووېډ-۱۹ خپره کړه.

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

تېره اونۍ ولسمشر جو بایډن په یوه وینا کې د اسیايي-امریکایانو پرضد "شري او نفرتي جنایت چې بریدونه، ځورول، تورنول او وژل راځي" وغانده.

اوله پېښه بېګا مازیګر ځايي وخت د چروکي سیمې اسیایانو مساج تالار کې شوې ده.

چارواکي وايي، دوه کسان په ځای کې ووژل شول او درې روغتون ته ولېږدول شول چې پکې دوه مړه شول.

وروسته چارواکو ومنله چې مړیو کې دوه اسیايي ښځې، یوه سپین پوستې ښځه او یو سپین پوستی سړی دی.

مساج

د عکس سرچینه، EPA

له ګړۍ کم وخت کې پولیسو ته رپوټ ورسېد چې د اتلانتیا شمال ختیځ ته په ګولډ سپا یا ګولډ مساج کې غلا روانه ده.

د اتلانتا پولیس بیان کې وايي، سیمې ته رسېدو سره امنیتي ځواکونه د دریو ښځو پر مړو برابر شول چې ښکاري په ډزو ویشتل شوې وې.

پولیس په دغه ځای کې بل مساج مرکز ته وغوښتل شول او هلته یې هم بله مړه ښځه وموندله چې په ډزو وژل شوې وه.