سپینې ماڼۍ ته نژدې ډزې؛ ولسمشر ټرمپ له خبري کنفرانس وایستل شو
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په مازدیګر له خبري کنفرانس وایستل شو چې له ستنېدو وروسته یې وویل، یو چا ډزې کړې چې د پټ خدمت مامور مشکوک کس ویشتلی او ټپي کړی دی.
د ټرمپ سپیینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال د پټ خدمت یوه مامور د هغه په غوږ کې یو څه وویل چې سم لاسي د کنفرانس له خونې وایستل شو او یوې څېرمه خونې ته ننوت.
کله چې د ټرمپ د پټ خدمت مامور د هغه په غوږ کې یو څه وویل، ده ترې وپوښتل "څه شوي؟" خپلې خبرې یې نیمګړې پرېښودې او له کنفرانس خونې ووت.
د امریکا د ولسمشر په وینا "وضعیت د پټ خدمت تر کنټرول لاندې دی".
پټ خدمت د امریکا د ولسمشر د ساتنې مسئولیت لري.
ټرمپ کابو نهه دقیقې د خبریالانو پروړاندې راڅرګند نه شو، خو کله چې وروسته راغلی وویل: "څومره چې پوهېږم، د پټ ماموریت کارمنو یو مشکوک کس چې وسله ورسره وه، وویشت.
ده وویل، تر اوسه د دغه مشکوک کس هویت مالوم نه دی او اوس روغتون کې دی.
ښاغلي ټرمپ د پټ خدمت د کارمنو چټک غبرګون وستایه چې وضعیت یې ژر بېرته عادي کړي:
"ریښتینې ډزې وې او یو کس چې روغتیايي وضعیت یې راته مالوم نه دی روغتون ته لېږدول شوی" .

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د پټ خدمت پر ټوېټر پاڼه هم تایید شوې ده چې "زموږ یو افسر پنسلوانیا واټ ډزو پرمهال ښکېل شوی دی. پولیس او انتظامي مامورین سیمه کې دي."
ښاغلي ټرمپ دا ونه ویل چې ایا دغه په وسله سمبال کس غوښتل ده ته ځان ورسوي او که څنګه.
هغه وویل: "ښايي دا قضیه پر ما پورې هېڅ تړاو ونه لري".
ټرمپ د یوه خبریال دې پوښتنې ته چې ایا وترهېدې؟ ځواب کې وویل: "اوس زه ترهېدلی ښکارم؟ د افسوس ځای دی چې نړۍ داسې شوې ده، خو نړۍ تل یو خطرناک ځای دی... کله چې تېر ته پام وکړئ - څو پېړۍ پخوا ته - نړۍ تل یو خطرناک ځا و. ډېر خطرناک. او دا وضعیت به دوام ومومي. زما په اند دا به ډېره موده دوام وکړي."
نوموړي خبریالانو ته وویل، د پټ خدمت کارمنو هغه له خپل کاري دفتر (اورال افېس) بهر بېولی و. سپینې ماڼۍ ته نژدې ډزې؛ ولسمشر ټرمپ له خبري کنفرانس وایستل شو .










