امریکا: دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ټکساس ایالت الپاسو ښار یوه مغازه کې یوه وسله وال کس په ډزو لږترلږه ۲۰ کسان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي. پېښه د امریکا او مکسیکو ترمنځ له پولې شاوخوا ۶۵۰ میله لرې شوې ده.
په یوه بل رپوټ کې ویل شوي، د امریکا لوېدیځ اوهایو ایالت دیټون ښار کې ډزې شوې، چې د پولیسو په وینا، ښايي ډزو کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د بریدګر د موندلو لټون روان دی.
د ټکساس والي ګرېګ ابوټ دا پېښه "د ټکساس په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ او بده ورځ بللې ده." د ۹ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
پېښه د "سیلو ویسټا" سوداګریز مرکز ته څېرمه د "ولمارټ" پلورنځیو د لړۍ یوه سوداګریز مرکز کې شوې ده.
چارواکو یو ۲۱ کلن مشکوک کس چې سپین پوستی بلل شوی، نیولی او باور کېږي همدی په برید کې یوازېنی ښکېل کس دی.
د امریکا رسنیو د نیول شوي مشکوک کس نوم پاتریک کروسیوس ښودلی، چې وايي د دالاس سیمې اوسېدونکی دی.
پولیسو ویلي، د هغو خبرو د کره کولو په هڅه کې دي، چې ویل کېږي بریدګر له ډزو مخکې پر خواله رسنیو پکې د برید دلایل تشریح کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
خو لا تر اوسه دقیقه نه ده چې ایا دا د همدغه بریدګر څرګندونې دي او که نه. په دې خبرو کې راغلي چې برید د لاتین الاصله امریکايي کډوالو له خوا د امریکا د اشغال په ځواب کې شوی دی.
د اوهایو پېښې په تړاو سیمه ییزې رسنۍ وايي، ښايي په برید کې شاوخوا ۱۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وي.
پولیس د ښار مرکز او د ډزو ځای ته نژدې ځای پرځای شوي دي. مرستندویه ډلې هم د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
لومړني رپوټونه وايي، برید په اوریګن سیمه کې د یوې شرابخانې بهر شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي، یوه وسله وال کس غوښتل دغې شرابخانې ته ننوځي، چې بهر یې ډزې پیل کړې.
تر اوسه د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې لسګونه کسان د ډزو پرمهال سړکونو کې منډې وهي.
د ډیټون پولیسو پر ټویټر لیکلي، د پېښې په اړه څېړنه کوي او له خلکو یې غوښتي چې د پېښې له ځایه ځانونه لیرې وساتي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ټکساس برید په اړه امریکايي رسنیو د څار کامرو انځورونه خپاره کړي چې ویل کېږي په وسله سمبال کس پکې ښکاري. نوموړی یو توربخن کمیس او د غوږونو ساتونکې غوږۍ لري او ټوپک ورسره دی.
پولیس وايي، نورو خلکو ته کوم ګواښ نه شته، خو لاهم پلټنه روانه ده.
څه پېښ شول؟
د ال پاسو پولیسو مشرک ګرېګ الن ویلي، د وسله وال برید خبر په ځايي وخت ۱۰:۳۹ بجې خپور شو او پولیسو په شپږو دقیقو کې د پېښې ځای ته ځانونه ورسول.
دغه سوداګریز مرکز د پېښې په وخت کې له مشتریانو ډک و او ډېری خلکو د ښوونځي اړوند توکي اخیستل.
پولیس وايي، پولیسو ډزې ونه کړې او مشکوک کس یې ونیو.
وړاندې پولیسو په یوه ټویټ کې ویلي وو، ټپیانو ته د وینې د ورکولو شدیده اړتیا ده.
یوه عیني شاهد رویټرز ته ویلي: "خلکو چیغې او شاوخوا منډې وهلې". دی وايي له خپلې مېرمنې سره یې زېرمتون ته منډې کړې.

د عکس سرچینه، EPA
غبرګونونه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه برید "ډېر بد" بللی چې په وینا یې برید کې "ډېر زیات" کسان وژل شوي.
ولسمشرۍ ته دیموکرات نوماند بتو اورک چې مخکې د ال پاسو ښاروال هم تېر شوی، خپل نیمه کمپاین پرېښی او د ټکساس سوېل ته تللی.
نور دیموکراتان هم په امریکا کې د وسلې لرلو د قانون د بدلولو پر اړتیا غږېدلي.









