کوویډ-۱۹؛ ایټالیا اسټرالیا ته د اسټرازېنېکا شرکت د کورونا واکسین صادرات ودرول

د ایټالیا حکومت اسټرالیا ته د اکسفورډ - اسټرازېنېکا شرکت لخوا د جوړ شوي کورونا واکسین صادرات بند کړل.

پام کې وه د اسټرازېنېکا واکسین تولیدونکی شرکت چې ایټالیا کې دی، اسټرالیا ته ۲۵۰ زره ډوزه واکسین صادر کړي.

د اسټرازېنېکا واکسین په صادراتو دا محدودیت تر هغې وروسته اعلان شو چې دې کمپنۍ وویل تولیداتو کې د ستونزو پر بنسټ اروپايي ټولنې سره پر کړي تړون عمل نشي کولی.

دغه شرکت ویلي د روان کال لومړیو دریو میاشتو کې د اروپايي ټولنې غړو ته د هوکړې یوازې ۴۰ سلنه تولیدات برابرولی شي.

دا ګام د روان زېږدیز کال لومړیو کې د اروپايي ټولنې لخوا د تصویب شوې کړنګلارې له مخې پورته شوی او د رپوټونو له مخې اروپايي کمېسیون یې ملاتړ کړی دی.

ایټالیايي چارواکو تېره جنورۍ کې د فایزر او اسټرازېنېکا شرکتونو لخوا د واکسین په تامین کې ځنډ "د نه منلو وړ" بللی او دغه کمپنۍ له تړونونو په سرغړونه تورنې کړې وې.

پر اروپايي ټولنه پراخې نیوکې کېږي چې د غړو هیوادونو اتباعو ته د واکسین برابرولو کې پڅه پر مخ روانه ده.

د اروپايي ټولنې د واکسیناسیون د طرحې له مخې چې د تېر کال جون میاشت کې پرې هوکړه شوې، دغه ټولنه د غړو هیوادونو په استازیتوب د واکسین د پېرلو پروګرام پر مخ بیايي.

تر اوسه دغې ټولنې او اسټرازېنېکا شرکت د ایټالیا د حکومت د دغه ګام په تړاو څه نه دي ویلي.

جرمني تر ۶۵ کلونو لوړ عمر لرونکو ته د اسټرازېنېکا واکسین لګول تایید کړل

په ورته وخت کې جرمني کې د واکسین کمېسیون تر ۶۵ کلونو د لوړ عمر خلکو ته د اکسفورډ- استرازېنېکا واکسین لګول تایید کړل.

دغه هېواد وړاندې د پاخه عمر وګړو کې د اسټرازېنېکا واکسین د اغېزو په اړه د "کافي مالوماتو د نشتوالي" پر بنسټ دا واکسین یوزاې تر ۶۵ کلونو د ټیټ عمر خلکو ته لګول.

د جرمني روغتیا وزیر جنس سپان د پنجشنبې پر ورځ د دغه هیواد د واکسینو د کمېسیون د پرېکړې په اعلانونو سره دا د پاخه عمر خلکو ته چې واکسین ته منتظر دي، ښه خبر وباله.

د جرمني لومړۍ وزېرې انګېلا مېرکل هم ویلي چې هېواد یې د اکسفورډ - اسټرازېنېکا واکسین په اړه دریځ بدل کړی دی.

اغلې مېرکل زیاته کړې چې جرمني به هم د واکسین د تطبیق لپاره د بریتانیا پر پل ګام کېږي او د ۱۲ یا ۱۳ اوونیو ترمنځ به خپلو خلکو ته دوه ډوزه واکسین ولګوي.