کورونا وېروس؛ عربستان ته د پاکستان په ګډون د ۲۰ هېوادونو د وګړو سفر ځنډول شوی

د عکس سرچینه، AFP
سعودي عربستان ویلي، د پاکستان او هند په ګډون د ۲۰ هېوادونو د وګړو د ورتګ په اړه یې د کورونا وېروس د مخنیوي له کبله تر دویم امر پورې د سفر ځنډولو پرېکړه شوې ده، خو ددغو ۲۰ هېوادونو د یپلوماتان، سعودي وګړي او د طبي برخې کارمنان او د هغوی کورنۍ ترې مستثنا دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي، دا لنډمهالی بندیز د سې شنبې ورځې له ګهیځ نهو بجو عملي شوی دی.
په دې هېوادونو کې متحده عربي امارات، جرمني، امریکا، بریتانیا، سوېلي افریقا، فرانسه، مصر، لبنان، هند او پاکستان هم دي.
په یاده پرېکړه کې د ګڼو هغو هېوادونو وګړي هم دي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې یې سعودي عربستان ته د ورتګ پرمهال د کورونا ازموینې مثبتې وې.
په وروستیو ورځو کې، سعودي کې د کورونا ورځنۍ پېښې په ډېرېدو وې.

د عکس سرچینه، AFP
په دې هېواد کې تر تېرې دوشنبې ورځې پورې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر کابو ۶۴۰۰ و او تر ۳۶۸ زرو ډېر کسان پرې اخته شوي وو.
د سعودي د روغتیا وزیر توفیق الربیعة په وروستیو کې د وېروس د مخنیوي په خاطر د محدودیتونو لګولو غوښتنه کړې وه.






