بریتانیا سره خدای پاماني: اروپايي ورځپاڼې پوښتي "ایا برېګزېټ اړین و؟"

بریتانیا رسمآ له اروپايي ټولنې جلا شوه او خپل نوی مزل یې پیل کړ.

دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال تر پیل یو ساعت وړاندې یانې 'د ګرینوېچ پر وخت د شپې پر ۱۱ بجو' د اروپايي ټولنې پر قوانینو عمل پای ته ورساوه او پر ځای یې دې ټولنې سره د سوداګرۍ، کډوالۍ، تګ راتګ او امنیتي همکاریو نوي قوانین نافذ شول.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د برېګزېټ د دغه اوږد پړاو تر بشپړېدو وروسته وویل هېواد یې تر دې وروسته 'د خپلو چارو د جلا او ښه ترسره کېدو لپاره د ګام اخیستلو ازادي لري'.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون بیا ویلي چې بریتانیا به د اروپايي ټولنې 'ملګری او متحد' پاتې شي.

د بریتانیا خلکو د ۲۰۱۶ کال ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې بېلتون ته رایه ورکړه.

دغه هېواد که څه هم د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳۱مه له اروپايي ټولنې ووت خو له دغه بلاک سره یې د راتلونکو اړیکو د څرنګوالي په اړه د هوکړې د نشتوالي له کبله تر همدا تېرې شپې د اروپايي ټولنې قوانین عملي کول.

اروپايي ورځپاڼې: ایا برېګزېټ اړین و؟

اروپايي ورځپاڼو تر برېګزیټ وروسته د بریتانیا او اروپايي ټولنې د سوداګریزو اړیکو د هوکړې او اړیکو په اړه ځینې پوښتنې راپورته کړې دي.

ډېرو څارونکو ویلي بریتانیا ښايي د هوکړې د ځنډېدو له کبله د بیو د لوړیدو او ګډوډیو له مخنیوي بریالۍ وتلې وي، خو د دوی په وینا دغه هېواد باید د تعرفو د ډېرېدو احتمال ته اندېښمن واوسي.

د فرانسې د منځلارې ښي اړخې فیګارو ورځپاڼې لیکوال ارنود دو لا ګرانژ وايي بریتانیا باید نورو هېوادونو سره هوکړې ته رسېدو کې بېړه وکړي.

هغه لیکلي "۲۰۲۱ داسې کال دی چې بریتانیا پکې پر نااشنا لار ګام اخلي".

له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل

  • دواړه خواوې پر برېګزېټ هوکړې ته رسیدلي - هغه هم تر ضرب الاجل یوازې څو روځې وړاندې، نو د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګري کېدای شي د مالیاتو له لوړېدو پرته دوام ومومي.
  • دومره ځنډ ولې ؟ بریتانیا په ۲۰۱۶ کال له اروپايي ټولنې بېلتون ته رایه ورکړه، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳۱مه رسمآ له دې ټولنې وهم وتله - خو د دواړو خواو مشرانو د ۲۰۲۰ کال تر پایه وخت درلود چې د راتلونکو اړیکو او خپلمنځي سوداګرۍ پر څرنګوالي هوکړه وکړي.
  • راتلونکې کې ستر بدلونونه راتلی شي. که څه هم دواړه خواوو پر سوداګرۍ هوکړه کړې، خو د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ به تګ راتګ، کار او د ژوند څرنګوالی بدلون ومومي.

د پولنډ محافظه کارې ورځپاڼې رژپوسپولیتا لیکلي چې "د دغه تړون سیاسي بیه ښايي بالاخره د هغې تر اقتصادي بیې لوړه شي، ځکه د پاچایۍ درزونه په پراخېدو دي".

د دې ورځپاڼې په وینا "پولنډ نه یوازې دا چې سکاټلنډ کې د خپلواکۍ پالنې د خوځښتونو د بیا پیلیدو وړاندوینه کوي، بلکې د د ایرلنډ یووالی هم ممکن ګڼي".

د ایرش ټایمز لیکوال مارټین وولف لیکلي چې دا هوکړه "د بریتانیا له اصلي اقتصادي شریکانو او نږدې ګاونډیو سره کاري اړیکې ساتي".

د هغه په وینا د اروپايي ټولنې لپاره د دې هوکړې ګټه دا ده چې "کولی شي په لا ډېره چټکۍ د ګډو موخو پر لور حرکت وکړي".

په دې منځ کې د اروپايي سیاست بلجيمي څېړونکي اندرېک وو د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته ویلي: "که بریتانیا غواړي له خپل ستر اقتصادي بازار یعنی اروپايي ټولنې سره راکړه ورکړه ولري، نو د اروپايي ټولنې قوانینو ته له درناوي پرته بله لار نه لري. دا ډېر ستر امتیاز و، چې هغوي یې ورکړې ته اړوتل".

د فرانسې منځلارې کیڼ اړخې لومونډ ورځپاڼې دا هوکړه "د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ته یوه سپیڅلې بریا" بللې ده.

په دې هوکړه کې د جبل الطارق موضوع ته مشخصه رسیدنه نه ده شوې.

د محافظه کارې ابس ورځپاڼې لیکوال خوان کاسیاس بایو جبل الطارق د "برېګزېټ سوځېدلی فرصت" بللی او د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت یې په دې تړاو به "کمزورۍ" تورن کړی دی.

ایټالیا کې چاپېدونکې ایل سوله اقتصادي ورځپاڼې هم ویلي "وضعیت به د ښه کېدو پر ځای بدتر شي".

له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو ستایونکي ډېر نه دي، او په دوی کې د هنګري لیبرال نپساوا ورځپاڼې لیکلي اروپايي ټولنه "به برېګزېت سره بریالی شي، ځکه هغه غړي سره خدای پاماني کوي چې له پیوستون یې ډېر شکایتونه کول".

د جرمني لیبرالې شپیګل مجلې لیکلي چې "د یوه اروپايي هېواد لخوا د متحدې اروپا او ګډې راتلونکې لیدلوري ته شا اړول دردونکي دي".

ډېرو ورځپاڼو دا هم لیکلي چې اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د غړیتوب له مودې باید زدکړه وشي.

په دوی کې د هنګري ماګیار هیرلاپ ورځپاڼې راخیستي چې "د اروپايي ټولنې مشرانو له برېګزېټ هېڅ هم نه دي زده کړي. تر حد ډېره مرکزپالنه او د غړو د حاکمیت حق ته بې احترامي خطرناک کار دی".

ژان مارک ویتوري د فرانس اېنټر راډیو ته ویلي برېګزېټ "اروپا ته ستر فرصت ګڼل کېدای شي، خو په دې شرط چې پوه شي څنګه ګټه ترې واخلي".