سويډنۍ مور "خپل زوی کابو ۳ لسیزې کور کې بند ساتلی"

پولیسو دغه کور د څېړنو تر بشپړېدو پورې بند کړی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولیسو دغه کور د څېړنو تر بشپړېدو پورې بند کړی

سویډني پولیسو یوه بوډۍ په دې تور نیولې ده، چې پلازمېنه سټوکهولم کې یې خپل زلمی زوی کابو درې لسیزې خپل کور کې بند ساتلی دی.

دې مور دا رد کړې چې ګنې خپل زوی یې بې ناقانونه بند ساتلی او یا یې زیان وراړولی دی.

د هغې زوی اوس ۴۰ کلن دی او روغتیايي وضعیت یې هم ښه نه دی.

د یکشنبې په ورځ پولیس هغه مهال خبر شول، چې د یادې ښځې یوه خپلوانه د هغې کور ته ورغله او یاده مور د ناروغۍ له کبله روغتون ته یووړل شوه.

اوس د ښځې زوی روغتون کې دی او هلته یې درملنه کېږي.

پولیسو د سټوکهولم سوېل کې دا کور د څېړنو تر بشپړېدو پورې بند کړی او له عیني شاهدانو سره حقیقت ته د رسېدو لپاره څېړنه روانه ده.

زوی څنګه وموندل شو؟

هغې خپلوانې چې د ښځې زوی یې موندلی، یوې سیمه ییزې ورځپاڼې ته ویلي، له خپل ملګري سره د ښځې کور ته وروسته تر هغه ورغله چې خبره شوه هغه ناروغه شوې او روغتون ته وړل شوې ده.

دا زیاتوي، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې د هغې کور ته د دې لومړنی تګ و.

دا وايي، یاد ماشوم ۲۰ کاله مخکې ښوونځي کې و، چې بیا وروسته له ښوونځي وایستل شو.

دا ښځه وايي، دا کور ډېر تیاره و، د متیازو بوی پکې لګېده. کله چې هغې غږ وکړ څوک کور شته، هېچا ځواب ورنه کړ، همدا وو چې مخکې ولاړه.

پخلنځي کې یې غږ واورېد او غوښتل یې چې پوه شي دا غږ د چا دی، هلته یې یو سړی ولید چې په یوه تیاره کونج کې ناست دی، هېڅ رڼا نه وه، یوازې بهر پر واټ د لګېدلي ګروپ تته رڼا پرې لګېده. له زنګونو تر پښو پورې یې ټپونه وو.

کله چې سړي دا ښځه ولیده، ورو ورو یې د هغې نوم واخیست، د سړي ډېری غاښونه لوېدلي وو او ګنګوړه خبرې یې کولې.

یادې ښځې ویلي، له ۲۰ کلونو وروسته یې دا سړی وپېژانده.

پولیس د عیني شاهدانو په مرسته حقیقت ته د رسېدو په هڅه کې دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولیس د عیني شاهدانو په مرسته حقیقت ته د رسېدو په هڅه کې دي

کله چې سړی روغتون ته یووړل شو، ډاکټرانو پولیسو ته خبر ورکړ او مور یې ونیول شوه.

په سټوکهولم کې څارنوالې ایما اولسون رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا سړی باید عملیات شي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دغه اژانس د پولیسو د ویاند له خولې ویلي: "اوس دا ارزوو چې څومره موده په بند کې پاتې شوی، خو اټکل مو دا دی چې اوږده موده بندي شوی."

د مور او زوی اړیکه څنګه وه؟

د دواړو ترمنځ د اړیکې په اړه ډېر جزییات نه شته، خو د دې ښځې خپلوانې د سویډن تلوېزیون ته ویلي، دا مور د خپل یوه بل تنکي زوی پر مړینه سخته خواشینې شوې وه، کله یې چې بل زوی وشو، د خپل مړه شوي زوی نوم یې پرې کېښود.

د ښځې یوې بلې خپلوانې ويلي، دې مور غوښتل خپل لومړنی زوی یې راستون شي، همدا وو چې د خپل دویم زوی په ساتلو کې یې تر حده ډېر افراط کاوه.