کورونا وېروس: خیبر پښتونخوا کې د ناروغانو شمېر له ۱۵ زره کسانو اوښتی

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس د ۶۷۹ ناروغانو له ثبت وروسته په صوبه کې د ټولټال ناروغانو شمېر له ۱۵ زره کسانو اوښتی دی.

په دغه صوبه کې د کویډ- ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمېر ۶۱۹ ته رسېدلی او ۳۷۷۱ کسان له دغې ناروغۍ رغېدلي دي.

د شمېرو له مخې په صوبه کې د ۸۷۵۲۸ کسانو معاینات شوي، چې د اغېزمنو شمېر ۱۷ اعشاریه درې سلنه او د مړینې کچه نژدې څلور سلنې ته رسېږي.

په ټول پاکستان کې بیا د ناروغو کسانو شمېر له یو لک اوښتی او دوه زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. د ناروغانو او مړینې شمېر له پلو پنجاب تر ټولو ډېره اغېزمنه صوبه ده.

له بلې خوا د بلوچستان د پولیسو مشر محسن حسن بټ وايي، دغه صوبه کې تراوسه له کورونا شپږ پولیس مړه شوي او له اتیا ډېر پرې اختیه دي.

په کوټه کې هغې غونډې ته وینا کې دا خبره وکړه چې د مړه شویو پولیسو په یاد جوړه شوې وه.

نوموړي دا هم وویل، چې په دې وېروس ۸۴ اخته پولیسو کې ۴۵ جوړ شوي، خو ۳۵ لا هم قرنطین دي.

ده دا هم وویل، چې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړه شویو پولیسو د کورنیو پاللو ته به هر ممکن ګام پورته کړي.

پاکستان کې کورونا

پاکستاني چارواکي وايي، چې له کووېډ-۱۹ د رغېدونکو کسانو تناسب هم دا مهال ۳۱،۹ سلنه دی.

د پاکستان پنجاب صوبه کې ۴۳ زره ۵۶۰ کسان په کورونا اخته شوي، چې له بلې هرې صوبې پکې زیات دي.

ور پسې سند کې څه باندې ۴۱ زره، بیا پښتونخوا کې څوارلس زره اوه سوه او بلوچستان کې هم څه باندې اوه زره کسان په دې وېروس اخته دي.

نړۍ کې په کورونا وېروس تر ۷۲ لکو ډېر کسان اخته شوي او تر څلور لکو ډېر ترې مړه شوي دي.

پاکستان د هغو هېوادونو نوملړ کې پنځلسم ځای لري چې د کورونا ډېر کېسونه پکې دي.

بل لور ته په ټوله نړۍ کې د ثبت شویو کورونا ناروغانو شمېر ۷۲ لکه کسانو ته رسېدلی او څه باندې څلور لکه کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

په ایټالیا کې څارنوالانو ویلي، کورنا وبا ته د غبرګون په تړاو به د لومړي وزیر ګیوسیپي په ګډون له چارواکو پوښتنې ګروېږنې وکړي.

په امریکا کې د وېروسي ناروغیو مشهور ماهر ډاکتر انتهوني فوشي‌ وايي، سره له دې چې یو شمېر حکومتونو قرنطین اقدامات نرم کړي دي، د وبا بحران پای ته نه دی رسېدلی.