پر ۲۰۷۰ کال به تر ۳ میلیاردو ډېر خلک د نه اوسېدو وړ سیمو کې ژوند کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
نوې څېړنه وايي، پر ۲۰۷۰ کال به له درې میلیاردو ډېر خلک په داسې سیمو کې اوسېږي چې د تودوخې له پلوه به "نږدې د اوسېدو وړ" نه وي.
د دې څېړنې له مخې که شین کوریز ګاز خپرېدل کم نه شي، ډېر خلک به ورځني ژوند کې له ۲۹ سانتي ګراد درجې ډېرې تودوخې سره مخ شي.
دا د اقلیم له محدودې وتلې سیمه ګڼل کېږي چې له تېرو ۶۰۰۰ کلونو پکې انسانانو وده کړې ده.
د دې څېړنې یو لیکوال ټایم لېنټن له بي بي سي سره خبرو کې وايي: هیله ده چې دا څېړنه به اقلیمي بدلونونه یو څه ډېر له انساني شرایطو سره برابر کړي.
دې څېړنه کې د وګړو د زیاتېدو په هکله د ملګرو ملتونو له وړاندوینو او د تودوخي نړیوال زیاتېدو په هکله د درې سانتي ګراد اټکلي ګرمېدو سناریو له مخې مواد کارول شوي دي.
د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، د پاریس تودوخې تړون باندې د هېوادونو له درېدو سره سره نړۍ کې تودوخه هر کال درې سانتي ګراد درجې زیاتېږي.
د څېړنې له مخې، وګړي د ځمکې په نریو اقلیمي پټو متمرکز دي، په داسې ډول چې ډېر خلک په داسې ځایونو کې استوګن دي چې منځنۍ تودوخه یې د ۱۱-۱۵ سانتي ګراد درجې ترمنځ ده.
ډېر کم خلک هم په داسې سیمو کې اوسېږي چې منځنۍ تودوخه یې د ۲۰-۲۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
خلک له زرګونو کلونو راهیسې تر ډېره په دغو اقلیمي شرایطو کې ژوند کوي.
خو که نړیواله تودخه د دې سبب شي چې تودوخه درې درجې لوړه شي، ګن شمېر خلک به په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې د اقلیم له محدودې بهر ګڼل کېږي
د اقلیم متخصص او په ایکسټر پوهنتون کې د ځمکې سیستمونو انستیتیوت مشر لېنټن د چین، امریکا او اروپا له ساینسپوهانو سره په ګډه دا څېړنه کړې ده.
نوموړي بي بي سي ته وویل: "وچه تر سمندر ژر ګرمېږي، ځکه به ځمکه له درې سانتي ګراد درجو ډېره ګرمه شي. وګړي هم په داسې سیمو کې ډېرېږي چې لا د مخه ګرمې دي، تر ډېره د افریقا لویه صحرا، په دې سره به انسان په لا ډېره تودوخه کې اوسېږي".
نوموړی زیاتوي تر ۲۰۷۰ کال به د ځمکې ټوله تودوخه درې درجې ډېره شي، خو هر انسان به په منځني ډول داسې شرایطو کې ژوند کوي چې تودوخه به یې ۷ سانتي ګراد درجې ډېره ګرمه وي.
شمالي اسټرالیا، هند، افریقا، سوېلي امریکا او د منځني ختیځ ځینې سیمې به له دې ډېرې تودوخې اغېزمنې وي.

د عکس سرچینه، EPA
په څېړنه کې پر هغو بې وزله سیمو اندېښنه ښودل شوې چې له تودوخې د ځان پنا کولو وړتیا نه لري.
ښاغلی لېنټن وايي: "زما لپاره دا څېړنه د هغو شتمنو په هکله نه ده چې ودانۍ کې هواکش لري او له بهرني خطر ځان بچوي، موږ باید هغو ته اندېښمن اوسو چې له تودوخې او خپل شاوخوا اقلیم ځان ساتلی نه شي".
ښاغلی لېنټن وايي، د موندنو اصلي پیغام دا دی چې د تودوخې بدلون محدودول د هغو کسانو په کمولو کې ډېره مرسته کولی شی چې له ډېرې تودوخې سره مخ کېږي.








