روغتیا نړیوال سازمان: کورونا وېروس به تر ډېره پاتې وي؛ جرمني کې د ماسک اغوستل لازمي شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې که څه هم په لویدیځه اروپا کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې په کمېدو ښکاري، خو په افریقا، مرکزي او سویلي امریکا او ختیځه اروپا کې وضعیت خرابېدو خوا ته روان دی.
ډاکټر ټېډروس اډانوم ګیبریسس چارشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، خلک باید په دې پوه شي چې دا وېروس به تر ډېره راسره وي، او دې برخه کې ډېر کار پاتې دی.
نوموړي وویل، د نړۍ لر او بر کې خلک په کور له کېناستو تنګ شوي دي، خو په دې وخت کې نرمي او ناغېړي کول به یوه لویه تېروتنه وي.
ډاکټر ټېډروس وویل، نړۍ پخواني حالت ته نشي ستنېدلی، او خلک باید له یوه نوي نورمال حالت سره ځان بلد کړي، داسې یو حالت چې نړۍ پکې له روغتیا برخمنه وي، خوندي وي او دې ډول وضعیت ته لا ښه چمتو وي.
نړۍ کې وروستی وضعیت:
د روغتیا نړیوال سازمان دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۲ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته نږې شوی دی.
همدا راز په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړینو شمېر له یو لک او اتیا زرو کسانو اوښتی.
د امریکا په نیویارک کې، چې د کورونا وېروس له کبله د دې هېواد تر ټولو ځپل شوی ایالت دی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۴ کسان وژل شوي دي.
دا په تېرو شل ورځو کې دې ایالت کې د مړینو تر ټولو ټیټه کچه ده، او چارواکي هیله من دي چې وضعیت په ښه کېدو دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپا په کچه په بریتانیا کې لا هم د مړینو او مثبتو پېښو شمېر د نورو هېوادونو پرتله لوړ دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بریتانیا کې ۷۵۹ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي، او د ټولو مړینو شمېر له ۱۸ زرو اوښتی دی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب وایي، که اړتیا وه نو له پوځ به نوره مرسته هم وغواړي.
د بریتانیا د وسله والو ځواکونو مشر جنرال نېک کارټر وایي، د کورونا وېروس بحران کې مرسته کول د پوځ لپاره یو لوی لوژیستیکي ماموریت دی.
د اروپا بل هېواد جرمني کې ټول ۱۶ ایالتونه پر دې سره سلا شوي دي چې د ماسکونو اغوستل به لازمي کوي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې جرمني ګام په ګام لګول شوي محدودیتونه نرموي.
په دې هېواد کې کابو یو نیم لک کسان په کورونا وېروس اخته شوي، او د تر دې دمه د ټولو مړینو شمېر ۴۸۷۹ ښودل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
هلته سویلي افریقا اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس ضد اعلان شویو محدودیتونو پلي کولو لپاره به په ټول هېواد کې ۷۰ زره نور پوځیان هم ګوماري.
دې هېواد کې د کورونا وېروس کابو درې نیم زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او تر دې دمه ۵۸ کسان ترې وژل شوي.
سویلي افریقا د نړۍ په کچه تر ټولو سخت محدودیتونه اعلان کړي، خو حکومت یې په سمه توګه پلي کولو کې پاتې راغلی.
او په پاکستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر لس زرو اوښتی دی او تر دې دمه د رسمي شمېرو له مخې ۲۱۴ کسان ترې مړه شوي دي.
تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په پنجاب ایالت کې دي، خو تر ټولو ډېرې مړینې په خیبر پښتونخووا کې لیدل شوې دي، چې شمېر یې ۸۰ کسانو ته رسېږي.









